پاکستان کې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه پکې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، په پنجاب کې يو برید هم نه دی شوی.
د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا ناارامه سیمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي، د دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو بېلا بیلو پېښو کې د دوو کسانو وژل کېدو او اتو ژوبلېدو وروسته احتجاج پيل شوی، انتظامیه وايي د احتجاج کوونکو سره مذاکرات وشو او غوښتنې یې ورله ومنلې، او د هغې وروسته احتجاج ختم کړل شو.
د پاکستان پوځ ويلي، خېبرپښتونخوا کې یې په پينځه مختلفو ځايونو او پېښو کې یې د تحریک طالبان پاکستان 13 وسله والو وژلي دي، د پاکستان پوځ ټي ټي پي د خوارج په نوم يادوي.
د خېبر پښتونخوا ناکلاره قبایلي ضلعې کوز جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسلهوالو په دوه بېلا بیلو پېښو کې د کسټم محکمې دوه افسران، یو ډاکټر او د جنوبي وزیرستان چېمبر اف کامرس مشر تښتولی، د سیمې تاجرانو او مشرانو دا پېښې غندلي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، ليبيا کې چې کومه کشتۍ ډوبه شوې، تراوسه پورې پکې د 16 کسانو مړي ترلاسه شوي او ټول د خېبرپښتونخوا صوبې دي.
جمیعت علما اسلام ف ګوند پښتونخوا کې ورګډو او جنوبي ضلعو کې د امن بحالۍ دپاره قامي مشاورتي جرګې کړې، يادو سیمو کې یې په خرابې امنیتي وضعې، هدفي وژنو او عملياتو کې د قبایلو خلاف په کاروایانو اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان کې یې عمليات کړي، اووه ترهګر یې وژلي دي. د پېښور په حسن خېلو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د يو عسکر وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن کې د ساتنې ډيوټۍ له په لاره روان پوليس اهلکار د نامعلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.
د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند افغانستان مذاکراتو په اړه ويلي، "د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به پلاوی يا وفد افغانستان ته لېږي، مقصد یې قبايلي ضلعو کې امن په ځای کول دي، مذاکرات به د قبايلي قومونو ترمنځ وي، د خوارج سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی".
د خېبر پښتونخوا صوبې په سویلي سیمو کې په تېرو 24 ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو پر ضد څلور بیلا بیل بریدونه شوي، د یو پوځي افسر مېجر په ګډون پکې پینځه سرتېري عسکر وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د دې ترڅنګ په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو یو پولیس اهلکار هم تښتولی دی.
په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته نښته کې د پاکستاني پوځ یو لوړ پوړي افسر په ګډون دوه عسکر او څلور وسله وال وژل شوي دي.
نور کتل