لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني له امریکايي جنرال ووټل سره د سولې او امنیت پر مسلو خبرې وکړې


افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال جوزف ووټل سره د سولې، امنیت او په یو شمېر نورو مهمو مسلو خبرې وکړې.

د ارګ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د ټاکنو پر امنیت، د امنیتي ځواکونو د سمبالښت او لا پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پر سر خبرې وکړې.

د ارګ په ویب پاڼه باندې په دې اړه خپور شوي خبر کې د ولسمشر له خولې راخیستل شوي چې دا مهال تر بل هر وخت په افغانستان کې د سولې لپاره ښه شرایط برابر شویدي.

"حکومت په بېلابېلو برخو کې د لاسته راوړنو تر څنګ د سولې لپاره د ملي، منطقوي، بین المللي او اسلامي هېوادونو په کچه اجماع رامنځته کړې او تر بل هر وخت د سولې امکانات زیات شوي، ځکه تېر اوربند وښوده چې افغانان او وسلوال طالبان نور له جګړې ستړي او د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي. "

ولسمشر اشرف غني په دغې لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه به د افغانستان او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د سټراتیژۍ په پلې کولو او د سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

خبر زیاتوي، امریکايي جنرال ووټل، په افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د افغان حکومت د اصلاحاتو بهیر وستایه او ددغه بهیر د دوام هیله یې وکړه.

جنرال ووټل په دغو خبرو کې یوځل بیا د افغان حکومت د پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت به د نړیوال سټراټیژيک متحد په توګه له افغان دولت او خلکو سره پاتې شي.

د افغان ولسمشر او امریکايي جګ پوړي پوځي جنرال دغه لیدنه وروسته له هاغې وشوه چې په دې وروستیو کې د نیویاړک ټایمز ورځپاڼې لخوا د یو خپور شوي خبر له مخې د امریکا حکومت لوړ پوړو ډپلوماټانو ته لارښونه کړې چې نېغ په نېغه دې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

افغان حکومت ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې امریکا د افغان حکومت استازیتوب نشي کولای بلکه امریکا به د سولې په خبرو کې یواځې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG