واشنگټن —
د باوري ټاکنو معیار که په "انصاف برابر او بې طرفه" انتخابات وي نو د تول او پیمانې په دغه گز د پاکستان ٢٠١٣ م ټاکنې نه بې طرفه او نه هم ازادې کیدی شي. د هیواد د پارلیمان د قامي اسمبلۍ نزدې ٨٠ څوکیو، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د اسمبلیو ټولو څوکیو او د ټولو لويې ښار کراچۍ نه د سند صوبايي اسمبلۍ د یوشمیر څوکیو د پاره په روانه انتخابي سیالۍ باندې د طالبانو گواښونه، د بلوڅو پاڅون، د میډیا او د ځینو سیاسي گوندونو بې حسي د تورو غټو ښامارانو په شان ناست دي.
د پاکستان په دریو صوبو، خیبر پښتونخوا، بلوچستان، سند او قبایلي سیمه فاټا کې دغو ښامارانو د قامۍ اسمبلۍ نزدې ٨٠ څوکیو او د صوبائي اسمبلیو د ٢٠٠ ؤ نه زیاتو څوکیو د پاره انتخابي سیالي نه یواځې بې مالگې کړې بلکه د مرگ لوبه ترې جوړه شوي ده. ځېنې څیړونکو خو دطالبانو گواښونو ته د ټاکنو وړاندې ټکې برگې هم ویلې. د رقبې په حساب د نیم پاکستان نه په زیاته برخه کې یواځې هغه سیاسي گوندونه یا انتخابي امیدواران د سیالۍ دپاره لنگ وهلی شي چې په ځان وژونکو حملو خاموش پاتې دي؛ یا هاغه چې د پاکستان د پوځ د نیول شوؤ عسکرو په سر قلم کولو یا هغوي باندې بمي حملو په وخت سترگې پټوي او غوږونو کې گوتې منډي؛ د سکولونو په بمونو الوزول څه گناه نه گڼي؛ افغانستان کې د هغه ځايې منتخب حکومت پرضد بغاوت جهاد بلي؛ او یا دا بیا هغه څوک دي چې د پښتون کور ورانیږي نو اولس ته وايي سوله به هله په ځايې کیږي چې افغانستان نه بهرنیان لاړ شي.
که یو سیاسي گوند یا انتخابي امیدوار په ایجنډا دغه دریځ نه لري نو زیات امکان بیا دا دی چې گوند یا کانډیډ به د کوم لرې ځائې نه پټ په پټه او په ویره ویره د شپې په تیاره کې د ډیرو ټوپک مارانو په بدرگه کې د خلکو ورونه ډبوي، منت زاري به کوي او ووټ به غواړی. دده گناه هم دومره وه چې په ځان مرگي بریدونو کښې يي د پښتون د ویني تویول غندلې وو، د پښتون د کډو گرځولو مخالفت يي کړی وو؛ سکول چې به والوزول شو نو پرضد به يي چغه ویستله؛ د پولیو د قطرو په ورکونکي چې به حمله وشوه نو دا به يې ویل چې:"خفه په دې یم د اغیارو په وینا يي کوي."
او هم دغه وجه ده چې پاکستان کښې د انتخاباتو د اعلان سره سم طالبانو هم په خپل بیان کښې درې گوندونه، عوامي نیشنل پارټي، پیپلز پارټي او ایم کیو ایم، داسې پارټۍ گرځولي چې وايي په جلسو به يې حملې کوي. په دغه یو بیان د خیبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ لپاره ٣٥ او د صوبائي اسمبلۍ د ١٠٠ نه زیاتو څوکیو، د بلوچستان د پښتنو سیمې نه د قامي اسمبلۍ څلور او د صوبائي اسمبلۍ ١٧، د فاټا نه د قامي اسمبلۍ ١٢ او د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ ٢٠ؤ او سند اسمبلۍ لپاره هم دغه ښار نه د ۴٠ څوکیو لپاره د انتخابي سیالۍ توله مذهبي گوندونو جمیعت علما اسلام او جماعت اسلامي او ښي اړخي گوندونو لکه مسلم لیگ نون او د عمران خان تحریک انصاف لور ته درنه شوې ده.
هم په بلوچستان کې د طالبانو د گواښ پرته د بلوڅ ملت پالو روان وسله وال پاڅون هم د بلوچستان نه د بلوڅو او نورو د سیمو نه د قامي اسمبلۍ ١٠ ؤ او د صوبائي اسمبلۍ د ٣٠ ؤ نه زیاتو څوکیو لپاره انتخابات د امنیتي چیلنچ سره مخ کړې.
په دریو صوبو او فاټا کې کړکچنې وضعي انتخابي سیاست د پاکستان یوې صوبې پنجاب پورې محدود کړی. هسې هم دغه یوه صوبه د پاکستان د انتخابي سیاست فیصله کوي ځکه چې د پارلیمان په قامي اسمبلۍ کې درې واړه صوبو، فاټا او اسلام آباد نه په گډه زیاتې څوکۍ لري او د وگړو د زیات شمیر له امله پنجاب تل د هیواد په ټولو فیصلو کې لومړی او اخیري حثيت لري خو د سیاسي او ټولنیزې ورورولۍ په چوکاټ کې د پنجاب صوبې سیاستدانان او پنجاب پلوه میډیا په دریو صوبو او فاټا کې په روان کړکیچ بې حسه ښکاري. د پنجاب صوبې گټو ته وفادار مذهبي او ښي اړخه سیاسي گوندونه په نورو دریو صوبو کې مخالف سیاسي پارټیو ته په ورکړل شوؤ گواښونو خاموش تماشیان دي. او نه هم دوي ته په ورپیښو خطرونو غوږ گروي. هم دغه حال بیا د پاکستان په غټو ښارونو کې موجود د حکومتي او شخصي میډیا دی. د اکثره ښي اړخه میډیا د پاره خیبرپښتونخوا، فاټا او بلوچستان د پاکستان مخ نه بلکه شا ده. په دغو ځاېونو کښې مرگ ژوبلې، حکومتي واک نشتوالی، سیاسي گونودنو ته په انتخاباتو کښې خطرونه او یو ډول د ټاکنو وړاندې د گواښونو د لارې ځېنې گوندونو لپاره ټگي برگي او درغلي په نظر نه ښکاري. د پاکستان په دغو ټولو لانجمنو سیمو کې هغه ټول قوتونه په میدان کې یواځې ښکاري چې پاکستان کې د ټولو لپاره په ظاهره د برابر حقونو جگړه کوي.