دپښتو ژبې دوتلي صوفي شاعر، لوړپوړي ليکوال، بابائى غزلاميرحمزه خان شينواري شلم تلين دنهې په ورځ دپيښور په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې په درناوي سره نمانځل شوى دى.
دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دڅو بيلا بيلو سازمانونو دحمزه بابا دشلم تلين په اړه يوه درنه دستوره دښاغلي طاهر بخاري په مشرۍ شوې ده.
په دغه دستوره کې ښاغلي راجولي شاه خټک، پروفيسر اباسين يوسفزئي، کليم شينواري ، پروفيسر اسيرمنګل، شاکراورکزئي، داد محمد دلسوز اؤ ګڼو نورو شاعرانو، اديبانو، دحمزه بابا فن اؤ ادبي خدماتو ته په نظم اؤ نثر کې پيرزوئينې وړاندې کړي دي.
په دغه دستوره کې برخه لرونکي پروفيسر اباسين يوسفزئي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل حمزه بابا پښتو شاعري هاغه مقام ته رسولې چې نۀ يواځې موجوده بلکې راتلونکي نسلونه به پرې هم وياړ کوي.
اباسين يوسفزئي وويل حمزه بابا ته دهغه په ژوند پښتنو دبابا لقب ورکړى ؤ اؤ د هغه دمرګ نه پس هم پښتون قام دحمزه بابا شاعرانه افکار دخپلې لارې مشالونه ګڼي.
ددغه مشاعرې څخه وروستو دټنګ ټکور يو محفل هم جوړ کړل شوى ؤ ، چې پکې دپښتو نوميالي سندرغاړي فياض خيشکي دحمزه بابا کلام دغونډې برخه والو ته دټنګ ټکور سره واورولو.
همدغه راز دپيښورپه ارباب لنډۍ سيمه کې هم دډاکټر مسعود زاهد په مشرۍ پښتو ادبي ټولنې دحمزه بابا شلم تلين په عقيدت سره نمانځلى دى.
دپښتو ادبي ټولنې لخوا دحمزه بابا دتلين په مناسبت جوړې دستوره کې ګڼ شمير شاعرانو برخه اخستې اؤ حمزه بابا ته يې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي دي.
امير حمزه خان شينوارى چې دپښتو غزل بابا هم ياديږي په کال 1907ء کې دپيښور سره د پيوست قبائيلي سيمې خيبر ايجنسۍ دلنډيکوتل په خوږه خيل نومې کلي کې د ملک مير بازخان کره زيږيدلى اؤپه 18مه فرورۍ 1994ء کې وفات شوى ؤ.
نوموړي تر نهم ټولگي رسمي زده کړې کړې وې خو دهغه علمي فکر دومره لوړ اؤ ژور ؤ چې څيړونکو به ورته نابغه شخصيت وئيلو.
خدايې بخښلي حمزه بابا په لمړي سر کې اردو شاعري کوله خو وروستو يې دخپل مرشد عبدالستار شاه باچا جان په وينا په پښتو شاعري پيل کړه اؤ د خپلې معياري اونوښتگرې شاعرۍ په سوب يې دومره نوم پيدا کړو چې د د رحمان بابا اؤ خوشحال بابا څخه وروستو يې د دريم عظيم شاعر په توگه پخپل ژوند دبابا لقب ترلاسه کړو.
حمزه بابا په اردو، پښتو او فارسۍ ژبه عبور لرلو او په دغو دريواړو ژبو کې يې دشاعرۍ ترڅنگ علمي نثر هم ليکلى دى.
هغه دخپلې ځوانۍ په زمانه کې دهندوستان ممبۍ ښار ته هم سفرونه کړي وؤ او دغلته يې په يو بې غږه هندي فلم کې کار هم کړى ؤ.
ددې ترڅنگ اميرحمزه خان شينواري دپښتو ديو شمير فلمونو دپاره سندرې هم ليکلې وې.
هغه ته دشلمې صدۍ په شاعرانو کې دپښتو دترټولو غوره شاعر وياړ ترلاسه ؤ.
نوموړي پخپله شاعرۍ کې دپښتون تصوف دخورونې ترڅنگ خپل يو داسې ځانگړى اسلوب يا سبک ته وده ورکړې ده چې نن هم دهرپښتون په زړۀ او ذهن نقش دى.
حمزه بابا دشاعرۍ ترڅنگ ډرامې ، ناول ، علمي مقالې هم ليکلې وې ، دهغه په چاپ کتابونو کې
دزړۀ اواز، يون، بهير، پري ووني، سپرلى په ائينه کې، دخيبروږمې، ژوند او يون، دکابل سفرنامه،دحجاز په لور، دليلا مجنون فلم او دفلم قيصه، مږې څپې، دکارل مارکس اصول دعقل په نظر، دحمزه ژوند ليک، غزونې، تجليات، دخوشحال بابا يو شعر، تذکرة الستارية، انساني رڼا او پوهه، دحمزه ليکونه، غزليات، اردو، انسان او زندگي، درحمان بابا دديوان ژباړه په اردونظم، دعلامه اقبال دجاويد نامې منظومه ژباړه، دارمغان حجاز منظومه ژباړه، پټهان اور توهمات، قبائيل کي رسم ورواج، ژورفکر، ډرامې، دحمزه کليات( پينځه ټوک) ديادولو وړ دي.