پيښور د پښتنو پيژندگلو،د کلتور نخښه ، د تاريخ تصوير، دتهذيب ځانگو اؤ هاغه تاريخي ښار دى چې په يو وخت کې د گندهارا سلطنت د دارالحکومت اؤ د گلونو د ښار په نوم پيژندل کيدو.
دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې دغه سرښار په تاريخي توگه د مينځنۍ، جنوبي اؤ لويديزې ايشياء تر ټولو قديم ښار اؤ د سوداگرۍ مهم مرکز پاتې شوى دى.
خو د تيرو دريو لسيزو راهسې د پيښور خپل اصل شکل په ډيرو حوالو بدل شوى، په افغانستان کې داوږدو جنگونو له امله کۀ د څلويښتو لکو نه زياتو افغان کډوالو ددې ښار مخه وکړه نو دپاکستان د بيلابيلو برخونه هم په لکونو کورنو د ښه ژوند اؤ روښانه مستقبل په غرض يا دبيلا بيلو عواملو په اساس پيښور کې کډې واړولې اؤ دپيښور ابادي دومره سيوا شوه چې نن پيښور د گلونو په ځايې د شور اؤ لوگو د ښار په نوم ياديږي.
پيښور ښار د نن نه شپيتۀ کاله اگاهو دومره وړوکى ؤ چې د ټول ښار نه يو ديوال تاؤ ؤ اؤ ددغه ديوال اتۀ دروازې وې چې د ماښام نه وروستو به وتړل شوې اؤ څوکيدارانو به په هره دروازه کلکه پهره ورکوله ، له دې امله د پيښور امنيت هم په ټوله ايشياء کې مثالي ؤ.
خو نن د پيښور ښار د خپلو اتوؤ دروازو څخه ډير بهر وتلى ، حفاظتي ديوال يې مات شوى اؤ د گيټونو پهرادارانو يې د پوځ، پوليس اؤ مليشې شکل اخستى.
اوس ديوې محتاطې اندازې له مخې د پيښور د رجسټرډ وگړو ابادي د پنځوسو لکو څخه اوښتې ده ، دافغانستان اؤ پاکستان د نورو سيمو نه د راغلو کډوالو شميره کۀ ددغه ابادۍ سره ملگرې کړى شي نو شايد چې 90 لکو ته ورسيږي .
اؤ دابادۍ دغه سيوا شوې کچې کۀ چرته د پيښور تاريخي ښکلا متاثره کړې ده نو هلته يې د ژوند په هر مد کې ستونزې پيدا کړي دي.
نن که په دغه تاريخي ښار کې دبدامنۍ اؤ جرمونو شرحه ورځ په ورځ سيوا کيږي نو په تعليمي ادارو، هسپتالونو ، هنري مرکزونو کې يې هم د خلکو د زياتوالي په وجه د ښه تعليم، ښۀ صحت اؤ ښه هنر معيار ورځ تر ورځه غورځيږي.
البته د سوداگرۍ شرحه کې کۀ يې اضافه شوې خو د بدامنۍ، بمي چاودنو اؤ ځان مرگي بريدونو له امله د سوداگرۍ په مد کې د لا ښۀ پرمختگ مخه يې نيول شوې اؤ لکه څنگه چې به سل يا دوه سوه کاله اگاهو د نورو سيمو څخه سوداگر پيښور ته د کاروبار دپاره ورتلل نن د نورو سيمو خلک د امن د بدې وضعې له امله پيښور کې سرمايه کارۍ ته زړۀ نه ښه کوي.
پيښور کې ورځ تر ورځه دسيوا کيدونکې ابادۍ له امله کۀ د تيرو دريو لسيزو په مهال دغه ښکلى ښار د شور اؤ لوگو څخه ډک شوى نو، په دغه ښار کې د بې پلانه اؤ بې ترتيبه نوؤ جوړيدونکو کاروباري مرکزونو اؤ مارکيټونو له امله د ښار په سړکونو اؤ بازارونو کې د گاډو تيريدو سره سره د پياده خلکو گرځيدل هم مشکل شوي دي.
دښار په ټولو لويو سړکونو هر وخت په گينټو،گينټو ټريفک جام وي، په بازارونو کې د ناجائزه تجاوزاتو دا حال دى چې د گاډو د تيريدو دپاره په جوړو شوؤ سړکونو د لاس ريړو اؤ دپياده خلکو دپاره په جوړو فټ پاتهونو چابړي فروشو قبضه کړي وي.
د ښار د صفايۍ نظام خو تر دې حده ناکام شوى چې تيره اوونۍ د خيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک پخپله د صحافيانو يوې ډلې سره(چې راقم هم پکې شامل ؤ) په خبرو کې ومنله چې پيښور د صفايۍ په لحاظ ډير بد رنگ شوى اؤ خيرن شوى خو نور به د پيښور ښار د صفايۍ نظام يوې شخصي کمپنۍ ته په ټيکه ورکول کيږي ځکه چې سرکار د ښار د صفايۍ دپاره کوم اتۀ زره ملازمين په ښو تنخاگانو اؤ مراعاتو ساتلي دي هغوئ کې دوه زره ملازمين هم خپله ډيوټي نۀ کوي.
خو وزيراعلي پرويز خټک په دغه موقعه دا هم وويل "اراده مې کړې ده چې پيښور نه به يو ځل بيا دگلونو ښار جوړوم،خپل تاريخي حيثيت به يې بحالووم اؤ دومره به يې ښائسته کوم چې د لاهور خلک به يې ښائست ته پسخيږي"
وزيراعلي پرويز خټک دا هم وئيلي ؤ چې پخپله د ورځې اؤ دشپې پټ په پټه د پيښور په سړکونو گرځي اؤ د ښکلا اؤ صفايۍ جاج يې اخلي اؤ اوس به خلک ډير زر د شور اؤ لوگو ډک پيښور د گلونو اؤ رنگونو د پيښور په نوم ياد کړي.
د وزيراعلي پرويز خټک دغه وعده تر ډيره حده ريښتونې ثابت شوې اؤ د پيښور دننه په نزدې ورځو کې په عملي توگه ليدل کيږي چې د سړکونو په غاړو رنگا رنگ گلونه اؤ شنۀ بوټي کرل کيږي اؤ ددې ترڅنگ د پيښور بلديې لخوا د ناجائزه تجاوزاتو ختمولو دپاره د ورځې په بنياد اپريشن پيل شوى.
دا مهال چې کله څوک په جي ټي روډ د پيښور ښار ته دننه کيږي نو د حاجي کيمپ دبسونو د لويې اډې ترڅنگ د صوبې د پخواني گورنر ارباب سکندر خان په نوم دجوړ شوي هوايي پل لاندې يې نظر ارومرو په قسما قسم گلونو اؤ ثقافتي نقش ونگار ښخيږي.
ددغه پل لاندې د پيښور ډويلپمنټ اټهارټي اؤ ميونسپل کارپوريشن لخوا کۀ يو خوا د رنگا رنگ گلونو اؤ شنو بوټو باغيچې جوړي کړل شوي نو بلخوا ددغو گلونو ترڅنگ د پښتنو د ثقافت زړۀ پورې عکاسي هم شوې ده .
د پښتنو روايتي شمله ،دغوايانو د ريړې پل ، د پيښورۍ قهوې سموار، د خاورينې کټوۍ لاندې ايښودل شوي لرگي، په ديوال جوړ کړل شوى رباب اؤ داسې نور ډير کلتوري اثار ددغه پل لاندې د گلونو منځ کې په نظر راځي چې د رنگونو اؤ اؤ لرگو اؤ نورو اثارو په مدد جوړ کړل شوي دي.
دپيښور بلديې د مشر يا ايډمنسټريټر رشيد احمد خان نه چې کله وائس اف امريکه ډيوه راډيو پوښتنه وکړه د پيښور د ښکلا دپاره د ارباب سکندر خان فلايي اوور د سينگارؤلو څخه ورپه اخوا نور څه پلان په لاس کې لري؟ وئ وئيل"اوس به خلک پخپله محسوس کړي چې پيښور شين د گلونو ښار اؤ د ثقافت مرکز دى"
هغه وويل کلکه اراده يې کړې ده چې د پيښور تاريخي حيثيت به بحالوي اؤ ددغه غرض دپاره يې نۀ يواځې د پارکونو ،سړکونو لارو اؤ کوڅو ډول سينگار ته توجو کړې بلکې د ناجائزه تجاوزاتو ختمولو دپاره يې هم پوره په اخلاص مټې رابډ وهلي دي.
دپيښور ايډمنسټريټر وويل غواړي چې پيښور د ټول هيواد په کچ د سيلگرۍ يو داسې ښار جوړکړي چې نۀ يواځې د پاکستان اؤ ايشياء خلک يې ليدلو ته ليواله شي بلکې په اروپا کې يې هم صفتونه وشي.
هغه وويل ددغه غرض دپاره حکومت پريکړه کړې ده چې د پيښور ښار نه په ماضي کې تاؤ شوى ديوال به بيا تازه کوي، د وريتې غوښې دپاره مشهورې د مالگو منډهۍ ته به د فوډ سټريټ حيثيت ورکوي،
د شاهي باغ ترڅنگ د امريکا د پخوانۍ قونصلگرۍ د تاريخي عمارت په طرز به يو نوى عمارت ودانوي، بالاحصار قلعه به د سيلگرانو په مخ پرانستل کيږي ، د گورگټهرۍ يا تحصيل قلعه دننه به د ثقافتي اؤ تاريخي اثارو نندارتونونه پرانستى شي.
د ښار صفايي به لکه ديو کور د صفايۍ په طرز د هرې شيبې په بنياد کيږي.
اؤ په ټول ښار کې به ونې بوټې اؤ گلونه نالولى شي.
نوموړي وويل ددغه منصوبې دپاره ورته نۀ يواځې حکومت د پنگو ورکولو سينه ډبولې بلکې غيرحکومتي موسيسې هم تيارې دي چې دپيښور په تاريخي حيثيت بحالولو کې لاس امداد وکړي