لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبرپښتونخوا اى پي سي دکډوالو په حالت انديښنه څرگنده کړې


اعلاميه جاري شوې چې پکې په ډاگه کړل شوې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو څخه دمخه مرکزي حکومت دخيبرپښتونخوا حکومت اؤ سياسي گوندونو په باور کې نۀ دي اخستي
اعلاميه جاري شوې چې پکې په ډاگه کړل شوې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو څخه دمخه مرکزي حکومت دخيبرپښتونخوا حکومت اؤ سياسي گوندونو په باور کې نۀ دي اخستي

دخيبرپښتونخوا دحکومت له لوري درابلل شوي ټول گونديز کانفرنس برخه والو شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو په حالت انديښنه څرگنده کړې اؤ دمرکزي حکومت څخه يې غوښتنه کړې ده چې پوځي عمليات دې زر تر زره خپل منطفي انجام ته ورسوي.

دشمالي وزيرستان دکډوالو دستونزو دجاج اخستو په اړه دغه کانفرنس دپيښور وزيراعلي هاؤس کې دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ ترسره شوى.

دټول گونديز کانفرنس په پايې کې يوه ١٨ نکه ييزه متفقه اعلاميه جاري شوې چې پکې په ډاگه کړل شوې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو څخه دمخه مرکزي حکومت دخيبرپښتونخوا حکومت اؤ سياسي گوندونو په باور کې نۀ دي اخستي.

ټول گونديز کانفرنس کې دټولو ائتلافي اؤ مخالفو گوندونو صدرانو اؤ سياسي اؤ پارليماني مشرانو گډون کړى اؤ دشمالي وزيرستان دکډوالو په ښه توگه دپاللو لپاره يې بيلا بيل وړانديزونه هم پيش کړل.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې يوه اوونۍ وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دکراچۍ په هوائي اډه دبريد مسؤليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه واخستو.

دوزيرستان دعملياتو له امله په لکونو خلک بې کوره شوي چې پکې زياترو دحکومت له لوري جوړ کړل شوي دبنو بکاخيل کيمپ کې داوسيدو څخه دشمالي وزيرستان دتندروه ډلې حافظ گل بهادر دگواښونو له ويرې انکار کړى.

داعلاميې ترمخه په دغه موقع په مرکز غږ شوى چې عمليات دې زر تر زره منطفي انجام ته ورسوي اؤ دکډوالو ستونزې دې هواري کړي.

ددې ترڅنگ دشمالي وزيرستان دځينو کډوالو گاونډي هيواد افغانستان ته په ورتگ هم انديښنه څرگنده کړى شوه اؤ اعلاميه کې وئيل شوي چې " دغه معامله دعملياتو تر ټولو خطرناکه ده ځکه چې کډوال ددښمن لاسونو ته پريوتى شي. "

همدغه اعلاميه کې وئيل شوي چې دهيواد کومې برخې ته دشمالي وزيرستان دکډوالو په تگ راتگ بنديز غير ائيني دى اؤ دملي يو والي په خاطر دې کډوالو ته دپنجاب اؤ سندهـ په گډون نورو صوبو کې هم داوسيدو اجازت ورکړل شي.

اعلاميه زياتوي چې دترهه گرۍ په ضد دتش په نوم جگړې له امله دخيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو اولس ته ډير زيانونه اوښتي اؤ دصوبې انفراسټرکچر تباه شوى دى.

په نورو غوښتنو کې دکډوالو مرستې دمياشتې پسر د٢٠ؤ زرو څخه ٥٠ؤ زرو ته لوړول، دصوبې تاجرانو اؤ صنعت کارانو ته په وفاقي ټيکسونو کې ځانگړې استثنا ورکول، دکډوالو دکيمپونو په سيمو کې دبجلۍ دلوډشيډنگ په سمدستي ډول اودرول اؤ نړيوالو ادارو ته دکډوالو سره دمرستې اپيل شامل دى.

په دغه موقع دافتونو په مهال دمرستې کولو د دصوبائي ادارې( پي ډي ايم اى) ډائريکټر جنرل طاهر اورکزئى تر دې مهاله دکډوالو داسانۍ لپاره داخستل شوؤ گامونو څخه دغونډې برخه وال خبر کړل.

دسياسي گوندونو مشرانو اؤ پارليماني غړو دکډوالو په ښه توگه دپاللو لپاره تجويزونه هم وړاندې کړل اډ ديو شمير گوندونو مشرانو دکډوالو لپاره روژه کې مرستې اعلان کړې.

کانفرنس ته دوينا په مهال دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې دمرکزي حکومت اؤ پاکستان دپوځ په مرسته به دشمالي وزيرستان دکډوالو دکيمپونو په شمير کې داضافې کولو ترڅنگ به هغوي ته دصوبې په تعليمي اؤ سرکاري ودانو کې ځايې ورکولى شي.

پرويز خټک وويل چې " دشمالي وزيرستان کډوال زمونږ ميلمانۀ اؤ روڼه دي اؤ مونږ به دخپلو قومي اؤ ديني رواياتو په ژوندي ساتلو سره دهغوي پالنه کوؤ"

وزيراعلي دعوه وکړه چې کډوالو ته به دخوراک اؤ اوبو په گډون بنيادي اسانتياوې ورکولى شي اؤ په پراخه کچه به ورسره مرستې کولى شي.

وزيراعلي پرويز خټک دغونډې دبرخه والو په وړانديز دکډوالو دانتظاماتو دښه کيدو وروستو ډير زر دامن جرگې راغوښتو اعلان هم وکړو اؤ په ډاگه يې کړه چې په دې کې به دټولو سياسي گوندونو ترڅنگ پخواني اعلي وزيران اؤ دپارليمان غړي هم راغوښتل کيږي.

دغه جرگه کې به صوبه کې دامن وامان دغوره والي ترڅنگ دکډوالو خپلو سيمو ته دبيرته تگ اؤ دهغوي دپځايې کولو په اړه په بيلا بيلو لارو چارو غور کولى شي.

وزيراعلي دغونډې په پايې کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل چې " دخيبرپښتونخوا حکومت اؤ اولس دشمالي وزيرستان کډوال دورورولۍ دجذبې لاندې پردي نۀ بلکې دخپل بدن برخه گڼلې اؤ دهغوي دپاللو مسؤليت يې په غاړه اخستى "

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG