لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په سخت سياسي بحران کې دخپلې ازادۍ ٦٨مه کليزه نمانځي


پاکستان نن دخپلې ازادۍ ٦٨مه کليزه په داسې حال کې نمانځي چې ددغه هيواد دننه کال ٢٠١٣م کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې ددرغلۍ په تورونو سياسي کړکيچ سر راپورته کړى اؤ پاکستان تحريک انصاف گوند دخپلو لسو لکو کارکنانو سره نن پلازمينې اسلام اباد ته دازادي مارچ په نوم دورټوليدو اعلان کړى.

تحريک انصاف وائي تر هاغې به داسلام اباد څخه نۀ اوځي چې دنواز شريف دحکومت تخته يې نسکوره کړې نۀ وي.

دپاکستان حکومت دازادۍ دورځې دستورې دشمالي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ قبائيلو په نوم نومولي اؤ وائي دخوشحالۍ په دغه گړۍ کې دهيواد دپاره درنې قربانۍ ورکوونکي قبائيل به له پامه ونۀ غورځول شي.

ټاکل شوې دپاکستان وزيراعظم به دغه ورځ دخيبرپښتونخوا په بنو سيمو کې دبې کوره شوؤ کډوالو سره يوځايې تيروي.

دازادۍ په مناسبت دشورو په ماسخوتن اسلام اباد کې دپوځي سلامۍ جوړې شوې دستورې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دامن دبحالۍ اؤ هيواد نه دترهه گرۍ دخاتمې لپاره دشمالي وزيرستان په زرگونو خلکو خپل کورونه پريښي چې ټول هيوادوال دهغوي دغو قربانو ته دقدر په سترگه گوري.

وزيراعظم وويل په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې به دتندلارو په ضد پوځي عمليات " ضرب عضب" دترهه گرۍ تر مکملې خاتمې پورې روان وي.

نواز شريف وويل حکومت تندلارو سره دمذاکراتو له لارې دستونزې دهواري دخلوص نه ډکه هڅه وکړه خو دې کومه نتيجه ورنۀ کړه اؤ دترهه گرۍ دختمولو لپاره يو موثره اپريشن کول ضروري شوي وؤ.

نواز شريف دعوه وکړه چې دوسله والو پوځونو له لوري شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات په کاميابۍ سره روان دي.

خو څيړونکي اؤ نړيوال مطبوعات تور لگوي چې ددغو عملياتو دپيل کيدو څخه دمخه په شمالي وزيرستان کې فعاله دحقاني نيټ ورک مهمو جنگيالو ته سيمې څخه دوتلو موقع ورکړل شوې ده.

څيړونکي دا انديښنه هم ښکاره کوي چې کله دغه عمليات پايې ته ورسيږي نو حقاني نيټ ورک پسې تړلي وسله وال بيا سيمې ته راستنيدى اؤ خپل ترهه گريز فعاليتونه پيل کولى شي.

وزيراعظم نواز شريف وويل پخپل داخلي امن دکومې منفي اغيزې دمخنيوي لپاره پاکستان په افغانستان کې دائمي امن ته ليواله دى.

هغه وويل پاکستان يو پرامنه ملک دى اؤ حکومت پخپلو بين المللي پولو دتل پاتې امن لپاره دخواهش ترڅنگ دداخلي امن لپاره هم کوشش کوي..

دازادۍ دورځې دبيرغ خيژولو دستورې ته دزيارت په سحر دپاکستان صدر ممنون حسين هم وئيلي چې ملک په موجوده وخت کې دجنگ په حالت کې دى اؤدپاکستان دپوځ افسران اؤ ځلمي ترهه گرۍ نه دقوم دژغورنې دپاره قربانۍ ورکوي، چې دا دستائيلو دي.

هغه وويل کوم قبائيلي اولس چې په شمالي وزيرستان کې خپل کورونه پريښودي ، هغوي هيڅ گناه خطاء نۀ ده کړې اؤ يواځې دملک اؤ قوم دخاطره يې دغو قربانو ته غاړه ايښې ده ، ځکه نو درناوى ورته لري.

صدرممنون حسين په دغه مهال په ټول قام غږ وکړو چې دخاتمې لپاره دپوځ په شا کلک اودريږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG