لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په لا ئن اف کنټرول هندي ډزو ته کوټلى ځواب ورکوي ،سرتاج عزيز


 دخالي په ورځ دجمعيت علماء اسلام(ف) دمشر مولانا فضل الرحمان دپوښتنې نه وروستو اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل چې دامن لپاره دپاکستان خواهش دې کمزوري ونۀ گڼل شي.
دخالي په ورځ دجمعيت علماء اسلام(ف) دمشر مولانا فضل الرحمان دپوښتنې نه وروستو اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل چې دامن لپاره دپاکستان خواهش دې کمزوري ونۀ گڼل شي.

دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې پاکستان په لا ئن اف کنټرول هندي ډزو ته کوټلى ځواب ورکوي.

دخالي په ورځ دجمعيت علماء اسلام(ف) دمشر مولانا فضل الرحمان دپوښتنې نه وروستو اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل چې دامن لپاره دپاکستان خواهش دې کمزوري ونۀ گڼل شي.

دخارجه چارو صلاح کار وويل دملگرو ملتونو دعسکري مبصرينو دمشن دنور موثره کولو لپاره هغوي هڅې کوي.

هغه په ډاگه کړه چې دپاکستان حکومت به مختلفو ملکونو ته خپل استازي اؤ هيئتونه ليږي اؤ هغوي به په لا ئن اف کنټرول د"هندي دجارحيت" ، اؤدهغه په قول، دهندتر انتظام لاندې کشمير کې دهندي ځواکونو لخوا دبشري حقونو دسرغړونې نه خبروي.

سرتاج عزيز وويل انډيا غواړي چې دکشمير مسئله پخپلې طريقې سره هواره کړي خو پاکستان به دهند دغه کوشش کاميابيدو ته نۀ پريږدي، هغه وويل چې دکشمير په حواله دملگرو ملتونه قرادادونه په دې طريقې سره ختميدلى نۀ شي.

شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دشمالي وزيرستان دعملياتو ردعمل ډير زيات نۀ دى خو په پوځي اؤ استخباراتي کچه دکارروائيو سختولو ته ضرورت دى.

پاکستان اؤ بهارت دواړه ٢٠٠٣م کې دکشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) داوربند دتړون خلاف ورزو کې دلمړي والي تورونه لگوي دډزو اوسنو پيښو کې دزياتوالي نه پس ددواړو ملکونو اړيکې تاؤژنې شوي دي.

ددواړو ملکونو دپوځونو لخوا په يو بل دډزو پيښو کې دواړو خواؤ ته تقريباً ٢٠ کسان وژل شوي اؤ اوس اوس ددواړو ملکونو ډائريکټر جنرل ملټري اپريشن په هاټ لا ئن رابطه کړې اؤ ددغه شان پيښو دمخنيوي په لارو چارو يې خبرې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG