دپاکستان قبائيلي سيمو خيبراؤ اورکزو ايجنسو کې دنهې په ورځ شوؤ دوؤ بم چاؤدنو کې ددوؤ عسکرو په گډون لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو وينا ده چې دلنډي کوتل په ذخه خيل بازار کې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په گزمه بوخت ؤ چې په دغه مهال پرې دسړک په غاړه ښخ يو بم وچاؤديدو.
سرچينې زياتوي چې چاؤدنه کې دوه عسکر اؤ دامن لښکر يو غړى وژل شوي اؤ دپيښې نه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي دي.
ددغه چاؤدنې نه پس څو گينټې پس داورکزو ايجنسۍ په کلايه علاقه کې هم يوه دبم يوه چاؤدنه وشوه چې پکې دوه کسان ووژل شول اؤ ٨ نور ژوبل شول چې دعلاج لپاره هسپال ته رسول شوي دي.
ددواړو بم چاؤدنو ذمه واري تر دې مهاله کومې تندروه ډلې نۀ ده منلې خو خو له دې وړاندې دملک په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو دشوؤ حملو مسؤليت پاکستاني طالبانو په غاړه اخستى.
دپاکستان پوځ سږکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه ترمخه دشمالي وزيرستان نه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ چې وروستو دهغوي په ضد هم پوځ خيبرايجنسۍ کې عمليات پيل کړل
شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپوځ له لوري دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو نه وروستو دملک مختلفو برخو کې بم چاؤدنو کې هم اضافه راغلې اؤ تيره ورځ لاهور کې دشوي هاغه ځانمرگي بريد پړه دپاکستاني طالبانو مختلفو ډلو په غاړه اخستې چې پکې ٦٠ؤ نه زيات کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ١٠٠ نور ژوبل شوي وؤ.
دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف يو شخصي ټي وي سره خبرو کې وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو دکاميابۍ نه وروستو ترهه گرو دښارونو مخه کړې ده.
خواجه اصف دعوه کړې چې دترهه گرو ځالې تباه کړل شوي اؤ اوس هغوي دپيښور اؤ کراچۍ په گډون مختلفو ښارونو کې دتباهۍ منصوبې جوړوي.