نن دخالي په ورځ په ٢١مه فرورۍ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبو نړيواله ورځ نمانځلى شي.
يونسيکو دکال ١٩٩٩ء په ١٧مه نيټه په ٢١مه فرورۍ دمورنۍ ژبو دورځې دنمانځلو اعلان کړى ؤ اؤ له هاغه وخت راهسې دغه ورځ په نړيواله کچه دمورنۍ ژبو دورځې په توگه نمانځل کيږي چې مقصد يې دمورنۍ ژبو ارزښت په ډاگه کول دي.
دغه ورځ په 1952ء کې دډهاکه پوهنتون، جگناتهـ پوهنتون، ډهاکه ميډيکل کالج په گډون دبيلا بيلو تعليمي ادارو دهاغو طالب علمانو چې دخپلې مورنۍ ژبې بنگله دپاکستان ددوؤ ژبو څخه ديوې دتسليمولو لپاره يې احتجاج کړى ؤ په ياد کې نمانځلى شي ، په دغو طالب علمانو دموجوده بنگله ديش پايتخت ډهاکه کې پوليسو ډزې کړې وې او وژلي يې وؤ.
د مورنۍ ژبې تحريک که پخوانى پاکستان په منځ ويشلي خو اوسني پاکستان تر اوسه په هيواد کې د پاتې قامونو ژبې د اردو تر سوري لاندې ساتلي.
په اوسني پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندي، بلوڅي او ان تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نۀ شي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د بقا په جگړه کې اخته دي.
د ۱۹۵۲م په شان، يو ځل بيا په پاتې پاکستان کې د وړو صوبو قامونه پښتانه، سنديان، بلوڅان او سرائيکايان په خپلو پلرنو ټاټوبو کې په مورنۍ ژبه کې تعليم غواړي.
دا غږ او غوښتنه هر کال په يويشتمه فرورۍ د لاريونونو، احتجاجونو او غونډو په شکل کې دپاکستان پيښور کوئټه، ، ټهټه، ملتان او نورو ښارونو کې پورته کيږي.
ديونيسکو ترمخه دکال 1950 څخه راپديخوا لږترلږه 240 ژبو خپل وجود بائيللى.
ديونيسکو په قول” مورنۍ ژبه ، په کومه کې چې انسان خپل لمړي لفظونه ادا کوي اؤ دانفرادي سوچ اظهار پکې کيږي، دهر فرد دکلچر اؤ تاريخ بنياد دى “
يونيسکو زياتوي چې ” دا خبره ثابته شوې ده چې کله ماشومانو ته دخپل ژوند په لمړو کلونو کې په مورنۍ ژبه کې ښونه کيږي نو هغوي په ښه توگه زده کړه کولى شي “
دمورنۍ ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت دقوم پرست سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي چې ٢١مه فروري دمورنۍ ژبو په توگه نمانځل يو غوره روايت دى ، خو اوس ددې څخه دوړاندې تللو وخت راغلى اؤ دې ته ديو تحريک شکل ورکول ضروري دى
ميا افتخار وويل ترڅو چې دپښتو ژبې تعلق دى نو دا ټوله نړۍ کې داوسيدونکو لکونو پښتنو اؤ پاکسان کې وئيونکې دوهمه لويه ژبه ده اؤ په بين المللي کچه هم په لسگونو نشراتي ادارو څخه دې ژبه کې پروگرامونه خپريږي.
ښاغلي افتخار حسين وويل دنړيوالو ژبو په اړه يوه مهمه نکته دا ده چې دنړۍ ټول پخواني اؤ عصري دتعليم مشران ، دانشوران اؤ پوهان په دې خبره متفق دي چې ماشومانو ته دې تعليم دهغوي په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي ، ځکه چې ټوله نړۍ کې دپرمخ تللو هيوادونو دپرمختيا اؤ دسائنسي توان راز هم په دې حقيقت کې پټ دى.
داى اين پي مشر وويل هم دژبې په نتيجه کې خپل ثقافت ، تهذيب وتمدن سره دانسان نۀ پرې کيدونکې رشته جوړيږي