د پښتو ژبې د غزل لويې شاعر شمس القمر انديش د اتوار په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله د يو اتياؤ کالو په عمر کې په حق رسيدلى اؤ ټاکل شوې ده د گل په ورځ غرمه يوولس بجې يې د خيبر پښتونخوا د مردان د مايارو په سيمه کې جنازه ترسره کيږي.
انديش صيب د منفرد اسلوب اؤ خپل لوړ فکر وفن له امله په ټوله پښتنه نړۍ کې يو ځلانده مقام لرلو اؤ د هغه شاعري د وخت لويو لويو نقادانو اؤ شاعرانو ستائيلې ده.
دهغه د شاعرۍ په هکله د پښتو ستر نقاد، محقيق، شاعر اؤ افسانه نگار ښاغلى هميش خليل وايي “غزل په صحيح معنو کې غزل پيش کول د هر چا د وس کار نۀ دى اؤ د ښه غزل پيش کولو شاعران کۀ ډير کم دي خو دا کمى کۀ مونږ ډئر کم کړو نه بيا هم د شمس القمر انديش په دغه فهرست کې د يو معتبر اهميت په توگه څرگند ليدى شي”
دانديش صيب شاعري په خصوصي ډول غزلونه د وخت مشهورو سندرغاړو پخپلواوازونو کې وئيلي خو دهغه د غزلونو کومه باقاعده ټولگه په کتابي شکل کې مخې ته نۀ ده راغلې البته د انقلابي نظمونو مجموعه يې د “د فخر افغان ” په نوم په کتابي شکل چاپ ده چې دغه نظمونه به يې د باچا خان په جلسو کې وئيل.
د افغانستان سره تعلق لرونکى ځوان شاعر اؤ ژورنالست ښاغلي طاهر ځلاند وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره د انديش صيب په حواله خپلو خبرو کې وئيلي “اندېش د شلمې پیړۍ هغه صاحب طرز او صاحب اسلوب شاعر دی، چې پښتو غزل یې د ټولو نزاکتونو سره سره د فکر له پلوه هسک او لوړ کړ”
ځلاند وايي د اندېش د غزل مزاح تازګي لري او چې کله یې لوستونکی شاعري لولي نو محسوسوي چې د نن ورځې د یو باشعوره لیکوال تخلیق ته ناست دی
د طائر ځلاند په وينا د شاعرۍ په حواله د اندېش صیب غټه خوبي داده چې لوی لوی شاعران ترې متاثره دي
او هغوي د اندېش له شاعرۍ استفاده کوي.
ښاغلى شمس القمر انديش د مردان د مايارو په کلي کې د عمر خان کره په کال 1934ء کې داکتوبر په مياشت کې زيږيدلى ؤ اؤ د پنجاب پوهنتون څخه يې 1969 کې د بي اى ډگري ترلاسه کړې وه
د هغه تعلق د يوې زميدارې کورنۍ سره ؤ اؤ پخپله د انديش صيب د تجارت سره شوق ؤ ، خپل ټول عمر يې په تجارت کې تيرکړى ؤ.
د باچا خان په مشرۍ په خدايي خدمتگار تحريک کې يې هم فعاله رول ترسره کړى ؤ اؤ دباچا خان په زياتره جلسو کې به يې انقلابي نظمونه وئيل .
د انديش صيب ډير غزلونه د وخت مشهورو سندرغاړو پخپلو اوازونو کې وئيلي چې د عروج بام ته رسيدلي دي.
د شاعرۍ څو نمونې يې په لاندې ډول دي.
زۀ خو د ژوند د لارې هاغه سرته ورسيدم
ته چرته پاتې شوې اشنا زۀ چرته ورسيدم.
مرگ ميلمه دى اى انديشه د احساس تر طبيعته
چاله ورځ کې څو څو ځله چا له ژوند کې يو ځل راشي
بيا ولې هر سړى ويريږي د خپل سيوري نه هم
ځه وشوه خير دى زۀ دې ښار ته مقتل نۀ وايمه
ما اؤ حالاتو نن په دې دعا د خير وکړه
ساز ته به ساز وايم خو غل ته به غل نۀ وايمه
دا تيږې د خيبر دا پښتانۀ محبتونه
په کرکه به څوک سپک نۀ کړي درانۀ محبتونه
دې زړۀ کې دا ايراړې جذبې بې لوره يادونه
دې دشته کې زما اؤ ستا شپانۀ محبتونه