دگل په ورځ کابل کې دهوائي اډې ترڅنگ يو ځانمرگي بريد کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دافغانستان صدر اشرف غني په پاکستان غږ کړى چې دطالب جنگيالو په ضد دې گامونه واخلي.
اشرف غني وويل هيواد يې دامن هيله لرله خو دپاکستان څخه کابل ته دجنگ پيغامونه ترلاسه کيږي.
کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال افغان صدر اشرف غني وويل” مونږ ته معلومه ده چې دهغوي ځالې هلته دي، مونږ ته معلومه ده چې هغوي هلته فعاله دي، مونږ ته ددغو ټولو هلو ځلو داودرولو اړتيا ده“
په دې هيله چې پاکستان به افغان طالبان دافغان حکومت سره خبرو اترو ته کښينولو لپاره خپل اثرورسوخ وکاروي اشرف غني داقتدار سمبالولو څخه وروستو پاکستان سره اړيکو ښه کولو ته پام گرځولى.
خو دگل په ورځ اشرف غني وويل هغوي دې خبرې ته اړتيا نۀ لري چې پاکستان دې طالبان دسولې خبرو ته راولي بلکې پخپله خاوره دې دطالبانو دهلو ځلو مخنيوى وکړي.
اشرف غني وويل کابل کې دشاه شهيد بمي چاؤدنه دمنلو جوگه نۀ ده ، هغه وويل څنگه چې دپيښور دسکول بريد دپاکستان پايه تاؤ کړه همدغه شان دکابل اوسنو بريدونو، چې پکې اولسي وگړي په نخښه کړى شول، افغانستان لپاره دجگړې يو بل تصوير راڅرگند کړو.
افغان صدر وويل پاکستان څخه يواځې دجگړې پيغام ترلاسه کوي اؤ زياته يې کړه ترڅو چې يې هيواد کې وينه توئيږي، تر هغې دپاکستان اؤ افغانستان داړيکو هيڅ مطلب نشته.
نوموړي وويل پاکستان اوس هم دداسې غونډو ميدان دى دکوم ځايې څخه چې دکرايې عسکر هغوي ته دجگړې پيغام ورليږي.
داشرف غني ترمخه افغانستان نور دخپلو اولسي وگړو وژنه نۀ شي ليدى ، هغه وويل نۀ پوهيږي چې داسلام پلويان ولې داوسنو بريدونو په اړه خاموش دي.
دهغه وينا وه هاغو کسانو سره به په ميز دسولې مذاکراتو ته نۀ کښيني څوک چې دهيواد په ضد په جگړه بوخت دي، ددې ترڅنگ هغه دا هم وويل چې راتلونکي کې به دسولې دخبرو په اړه کوم گام يواځې افغانستان اخلي.
اشرف غني وويل دپاکستان په لوري دسولې دخبرو په اړه دهغه دريځ اوس ډير واضحه دى.
هغه وويل مرکزي خبره لمړى پاکستان سره سوله کول دي اؤ بيا طالبانو سره سوله.
اشرف غني وويل دپاکستان وزيراعظم وائي چې دافغانستان دښمنان دپاکستان دښمنان دي اؤ اوس دهغه(نوازشريف) لپاره وخت رارسيدلى دى چې دا خبره ثابته کړي.
نوموړي وويل دتندلارو په ضد اؤ دسولې دعمل لپاره يې دسيمې ملاتړ ترلاسه کړى دى.
اشرف غني وويل پاکستان ته به طالبان دمذاکراتو ميز ته راوستل اؤ دوهم جنگيالو ته پناه ورکول اودرول وي اؤ په دې کې هغوي( طالبان) ته هسپتالونو اؤ نورو ضروري خدماتو پورې رسد ورکول شامل دي.
هغه وويل پاکستان ته ضرورت ددې خبرې دى چې افغانستان لپاره دترهه گرۍ هم هاغه شان تعريف ولري لکه څنگه چې يې دځان لپاره لري.
اشرف غني دتيرو څو ورځو په مهال کابل کې ترسره شوؤ بريدونو کې دککړو کسانو په ضد گامونو ته ليواله دى، هغه وويل کوم گام چې واخستل شي هغه بايد واضحه وي.
دهغه وينا وه افغانستان يواځې پاکستان څخه دا غوښتنه نۀ کوي چې طالبان دې دمذاکراتو ميز ته راولي بلکې افغانستان غواړي چې پاکستان دهاغو خلکو په ضد گامونه واخلي څوک چې دافغانستان په ضد بريدونه ترسره کوي.
هغه دعوه وکړه چې ترهه گرو ته په ميدان کې ماتې ورکړل شوې اؤ هغوي اوس اولس اؤ ښارونه په نخښه کوي.
دهغه وينا وه راتلونکو اوونو کې دپاکستان پريکړې به افغانستان سره په اړيکو نيغ په نيغه اغيزې لري.
دافغانستان صدر اشرف غني په کابل کې د ترسره شوؤ وروستو ترهگريزو بريدونو څخه وروستو په لمړي ځل داسې ډاگيزې اشارې کړي دي چې گنې دغو بريدونو کې ککړ ورانکاري دپاکستان دننه نه يوازې ځالې لري بلکې ددغه هيواد په لويو ښارونو کې يې دفترونه اؤ د روزنې مزکزونه هم فعاله دي .
افغان صدر وويل "په کابل اؤ نورو سيمو کې وروستو ترهگريزو بريدونو وښودله چې د ورانکارو اؤ ترهگرو د روزنې اؤ فعاليتونو مرکزونه د پخوا پشان ودان پاتې دي"
هغه وويل دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ته يې ټيلفوني تماسونو کې په غوڅه توگه وئيلي چې افغانستان کې له امن ټينگيدو پرته پاکستان هم د امن خوب نه شي ليدلي اؤ نواز شريف ورته باور ورکړي چې ډير زر به د ترهگرۍ دپاره يوه نوې مربوطه تگلاره پکار واچوي ږ
افغان صدر دا هم وويل چې په روانه اوونۍ کې به دافغانستان د اوچتې پايې يوه ډله اسلام اباد ته وليږي ترڅو پاکستاني چارواکو سره افغانستان اؤ سيمه کې دامن د ټينگښت په اړه غوڅې خبرې وکړي .په عين حال کې دافغانستان د صدر اشرف غني ددفتر يا ارگ څخه د گل په ورځ د ټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بک د صدر اشرف غني له لوري په کابل کې دترسره شوؤ بريدونو په تناظر کې دپاکستان د حکومت اؤ اولس څخه پوښتنه شوې ده چې چې که چرې د پاکستان دښمنان په افغانستان کې دفترې ولري نو د پاکستان عکس العمل به څه وي .
په دغه پوښتنه کې اشرف غني وايي "زه د پاکستان له ملت او دولت څخه پوښتنه کوم چې که فرضا يوه ډله دغسې يو قتل عام چې د کابل په شاه شهيد کې وشو، په اسلام اباد کې تر سره کړي او دغه ډله د افغانستان په خاوره کې پناه گاه ولري او زموږ په لويو ښارونو کې يې دفترونه او د روزنې مرکزونه وي، ستاسې عکس العمل به څه وي؟ ايا بيا به مونږ ته د دوستانو په سترگه گورئ، که د دښمنانو؟"
د افغانستان صدر اشرف غني دپاکستان د حکومت اؤ اولس څخه وروستو له هغې کړې چې تيره ورځ د کابل په شاه شهيد سيمه کې د يو ځانمرگي بريد په نتجه کې د پنځوسو څخه زيات کسان وژل شوي اؤ د 400ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.
له دې وړاندې هم څو څو کرته افغان چارواکو تورونه لگولي چې افغانستان ته ورانکاري دپاکستان د پولو څخه ور اوړي اؤ دپاکستان په خاوره کې ترهگر خپل خوندي مرکزونه لري .
خو دا لمړي ځل دي چې د افغانستان اولسمشر اشرف غني پاکستان ته ورياده کړې چې افغانستان ورته د خپل دوست په نظر وگوري که د دښمن .
پاکستاني چارواکو تر دې مهاله د اشرف غني دغه پوښتنې ته ځواب نه دي وئيلي خو له دې وړاندې يې اکثره د افغانستان لخوا په پاکستان د ترهگرو دپاللو اؤ روزلو تورونه رد کړي