د پښتو نومیالي فلسفي شاعر غني خان ۲۲ کاله وړاندې له نړۍ سترګې پټې کړې او پښتنو ته یې خپله عظیمه شاعري په میراث پرېښوه، خو د پښتو په لسګونو ادبي ټولنو او علمي اکېډمیو د هغه ۲۲م تلین ونه لمانځه او د هغه یاد یې تازه نه کړ.
غني خان په شلمه پېړۍ کې د پښتو له هغو شاعرانو څه ګڼل کېږي، چې شعر ته یې نوی رنګ او نوی روح ورکړ او پښتو شعر ته یې فلسفي افکار ور ګډ کړل، خو د هغه شاعري نه یواځې د پښتونخوا صوبې په تعلیمي نصاب کې نه شته بلکې تلین یې هم هر کال په پټه خوله تېرېږي.
غني خان د نومیالي ملتپال سیاستوال خان عبدالغفار خان (باچا خان) زوی، د عبدالولي خان او عبدالعلي خان مشر ورور وو. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي اتمانزو کې د خپل پلار په ازاد سکول کې وکړې، وروسته د تعلیم لپاره لومړی ممبۍ بیا لندن او امریکې ته لاړ.
غني خان سره له دې چې ښه شاعر وو، په مجسمه جوړونه کې یې هم ښه مهارت درلود او په دې برخه کې د امپرېشنیزم یا څېرې جوړولو له هنري سبک او مکتب څخه اغېزمن وو او ډېرې مجسمې یې جوړې کړې دي.
غني خان د مینې، ښایست، ننګ، جنګ، مېړانې، خدای، ملا، کایینات، انسان او نورو موضوعاتو په اړه داسې شاعري کړې ده، چې د ده د خپل فکر او تخیل رنګ پکې له ورایه څرګندېږي او د بیان باغیانه انداز یې شاعرۍ ته یو ځانګړی رنګ ورکړی دی. دا یې بېلابېل شعرونه دي:
ما په ګل کې ولید چې تې نه مومې کتاب کې
اې ملا ستا نیم کتاب مې واورېد په رباب کې
حسن خو بس حسن چې هم خدای او هم جانان دی
دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی
خدايه! عقل چې وو زړه دې ولې راكړ؟
په يو ملك كې دوه خودسره بادشاهان
بادشاهي او فقيري دې ولې يو كړه
د ژوندون په هره ساه كې مرګ پنهان ـــــ غني خان
د پښتو ځوان شاعر ډاکټر همدرد یوسفزی وایي، پښتانه چې په اوسني وخت کې له کومو حالاتو او چېلنجونو سره مخامخ دي، په داسې حالاتو کې د غني خان د رڼا، امن او مینې پیغام خپرولو او خپلولو ته ډېره اړتیا ده:
"د غني خان په شاعري کې ډېر زور او رنګارنګي ده، ځکه هغه ډېر لوستی وو او د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفرونه یې هم کړي وو، هغه یو نابغه انسان وو، ځکه یې په خپله شاعري د مینې، امن او ښکلا ټوله فلسفه را نغښتې ده او په اوس وخت کې نه یواځې پښتنو بلکې ټولو انسانانو ته د ده د شاعرۍ د پیغام ضرورت دی"
زور هسې پېغور شي چې همت ورسره مل نه شي
ورک هغه مشال شه چې تیاره وي او دی بل نه شي ـــــ غني خان
په پښتو کې شاید کم داسې شاعران وي چې شاعري دي یې د غني خان په کچه سندرغاړو ویلې او په ولس کې مشهوره شوې وي، ځکه د ده په شاعرۍ کې ډېرې داسې نوې خبرې دي چې تر ده وړاندې یې څرک یواځې د خوشال خان خټک په شاعرۍ کې لیدل کېږي.
په پېښور پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد، شاعر او لیکوال پروفیسر اباسین یوسفزي وي.او.اې ډیوه ته وویل، د غني خان په شاعري کې نه یواځې پښتنو بلکې ټولو انسانانو ته پیغام پټ دی، خو وایي د ده شاعري لا په علمي تنقیدي پیمانو نه ده را سپړل شوې:
"غني خان زموږ یو داسې نابغه شخصت دی، چې فکر، فلسفه او خیالات یې د عام بنیادم نه دي او نه هغه یو عام شاعر دی. د هغه په شاعري کې د قام د مرضونو علاجونه موجود دي، هغه قوم ته تفریح هم ورکوي، تعلیم او اصلاح یې هم کوي. غني خان په فني لحاظ ولسي دی او فکري لحاظ عالمي دی"
ژوند خو تله دي يو په مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټكى سوز او ټكى ساز دى
څه خندل دي، څه ژړل دي ـــــ غني خان
غني خان چې په یوه سیاسي کورنۍ کې زېږېدلی وو، نو په شاوخوا دېرش کلنۍ کې یې سیاست ته هم مخه کړه او په انتخاباتو کې د هند پارلمان ته هم وټاکل شو. په دغه وخت کې د خدایي خدمتګار تحریک غړو ته خطرونه ور پېښ وو، نو د دې مخنیوي لپاره غني خان د (زلمي پښتون) په نامه یو غورځنګ پیل کړ، چې ډېر ژر شاوخوا اتیا زره ځوانان ورسره ملګري شول او د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره یې کار کاوه.
د غني خان د شاعرۍ څلور مجموعې (د پنجرې چغار)، (د غني پلوشې) او (پانوس) وخت په وخت چاپ شوې وې، چې بیا يې وروسته ټوله شاعري په یوه کلیات کې چاپ شوه. په انګرېزي ژبه یې هم (دي پټان) په نامه یو کوچنی کتاب په نثر لیکلی دی، چې د پښتنو د ژوند او کلتور انځور یې پکې کښلی دی. (ګډې وډې) هم د ده د خورو ورو لیکنو یوه چاپ مجموعه ده او د لیکونو یو کتاب (د غني لیکونه) یې لا ناچاپه پروت دی.
غني خان د ۱۹۱۴م کال په دسمبر کې د پېښور په هشنغر کې زېږېدلی وو او د ۱۹۹۶م کال د مارچ په ۱۵مه یې د دوه اتیا کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او د اتمانزو په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.