لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د جینکو په سکول چاؤدنه شوې او بندېدو ګواښ ورته شوی


North Waziristan Clearance of a terrorists hideout in Mirali
North Waziristan Clearance of a terrorists hideout in Mirali

د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جينکو په يو دولتي سکول باندې چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې د سکول بهرني ديوال ته زیان اوختی دی او کوم زاني زيان يې نه دی اړولی.

دا پېښه د شمالي وزیرستان د سب ډوېژن میرعلي په حېسوخېلو کې وړمه شپه رامنځته شوې او د سکول بهرني ديوال ته بم اېښودی شوی ؤ.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي په چاؤدنه کې يواځې د سکول ديوال ته تاوان نه دی اوختی خو د دغه ځای نه د ګواښ يوه پرچي يا خط ترلاسه شوی چې پکې د جينکو سکولونو ته ګواښ شوی دی.

وي او ای ډیوه ته د شمالي وزيرستان پوليټيکل انتظامیې دغه پرچي ورلېږلې چې پرې د "اتحادالمجاهدين شمالي وزيرستان"نوم ليکل شوی دی.

په دغه پرچه ليکل شوی چې دوي "خلکو ته خبرداری ورکوي چې په وزيرستان کې د ښځو کوم سکولونه دي او غټې غټې ښځې پکې سبق وايي هغه دوي نه شي زغملی ځکه تاسو ته پکار ده چې دا سکول او داسې په وزيرستان کې نور سکولونه به اوس ضرور تړل کيږي".

په دغه خط يا پرچه کې زياته کړی شوې ده " که تاسو په دې خط عمل ونه کړو نو زمونږ په هدف به د سکول مالکان او په سکول کې چې کومې ښځې سبق وايي دوي دواړه به زمونږ په هدف وي".

پوليټيکل انتظاميه وايي د دغه خط په اړوند دا کره مالومات نه لري چې د دې په شا کوم لاس کېدی شي ځکه چې په خط ليکل شوی نوم په لومړي ځل مخې ته راغلی يا اورېدل شوی دی خو په دغه اړوند دوي پلټنې کوي چې کره مالومات ترلاسه کړي.

د پاکستان په قبايلي سیمو کې د کال ۲۰۰۹م نه وروستو چې کوم تندلاريتوب پېل شوی ؤ په دغه لړۍ کې يواځې په قبايلي سيمو کې د ۵۰۰ نه زيات سکولونه په بمونو الوځول شوي وو چې د زياترو زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

دولتي چارواکي وايي په دغو ورانو شوؤ سکولونو کې زیاتره بيرته ودان کړی شوي خو ډېری اوس نه دي جوړ کړی شوي او ډېری جوړ شوي اسانتياوې نه لري.

په شمالي وزيرستان کې په ياده پېښه رامنځته کېدو د سيمې خلکو اندېښنې څرګندې کړي چې څه ډول په علاقه کې د امن پرځای کولو د ادعاؤ ترڅنګ داسې پېښه وشوه او په يو بل نااشنا نوم مخې ته راغلو.

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م د جون په میاشت کې د ضرب عضب په نوم عملیات پېل کړي او د عملياتو لږه موده وروستو يې ادعا کړې وه چې سيمه يې د تندلارو وسله والو څخه پاکه کړې ده.

په علاقه کې د پوځي عملياتو په مهال د لاکونو په شمېره کې خلک کډه شوي او اوس چې چارواکي ادعا کوي په سيمه کې امن پر ځای کړی شوی وايي کډوال شوي زياتره خلک بيرته ستانه کړی شوي دي خو په علاقه کې د خلکو د بيرته ستنېدو وروستو وخت په وخت بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.

په شمالي وزيرستان يواځې په تيره میاشت کې څلور د هدفي وژنو پېښې او څلور ماين چاؤدنې شوي چې پکې د اته ؤ کسانو د وژنې ترڅنګ نزدې ۴۰ کسان ژوبل شوي دي.

په وژل شوؤ کې يو د ملېشې سرتيری هم شامل دی او دغه ډول د ياد ځواک۱۴ سرتيري ژوبل شوي دي، په پاتې نورو پېښو کې ځايي عام خلک په هدف شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG