لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او هند یو بل ته د ایټمي شتمنیو فهرستونه سپارلي


پاکستان اؤ هند د خپل منځي تاؤ تریخوالي باوجود د نوي کال په وړومبۍ ورځ د خپلو ایټمي شتمنیو فهرستونه یو بل ته سپارلي دي.

د پاکستان د خارجه دفتر د ویاندې ممتاز زهره بلوچ د بیان له مخې د دواړو هیوادونو تر منځ د فهرستونو تبادله په جوهري تنصیباتو د بریدونو نه کولو د تړون په اساس شوې ده.

بیان کې ویل شوي چې پاکستان د خپلو ایټمي شتمنیو فهرست په اسلام اباد کې د هند د هاي کمیشن استازي ته اؤ د هند خارجه وزارت د خپل هیواد د ایټمي وسلو فهرست په نوي ډیلي کې د پاکستان د هاي کمیشن استازي ته سپارلی دی.

يوبل سره د جوهري شتمنو د فهرستونو د تبادلې دا لوظنامه دکال 1988ددسمبر میاشت کې د هغه وخت دپاکستان وزيراعظمې بې نظير بهټو او دهند وزیراعظم راجيو ګاندهي لاسلیک کړې وه او په دې تړون د کال 1991 راهسې عمل روان دی.

د جوهري وسلو په زغل د نظر لرونکې نړیوالې ادارې سېپرى معلومات ښیي چې پاکستان سره 160 او هند سره 150 جوهري وسلې دي او پاکستان د هند څخه زياته ایټمي وسله لري.

د سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټیټیوټ د کال 2020 د رپورټ ترمخه پاکستان او هندوستان په تېرو لسو کلونو کې د خپلو جوهري وسلو په شمېره کې دوه چنده اضافه کړې ده.

دغه اداره دبېلابېلو سرچینو څخه دترلاسه شوؤ مالوماتو په اساس وايي چې د هند په مقابله کې دپاکستان سره زياتې جوهري وسلې دي.

وتلي ساینس پوهه او استاد پرویز هود بايي په دې وروستیو کې ډيوه ته ویلي وؤ د پاکستان او هند ترمنځ هر کال د جوهري شتمنیو د فهرستونو تبادله يوه رسمي کاروايي وي خو وايي د افسوس خبره دا ده چې دواړه هېوادونه پرله پسې خپلې جوهري وسلې سېوا کوي.

د ښاغلي پرویز هود له مخې، دواړو هېوادونو سره د ضرورت نه زياته جوهري وسله ده او په دواړو هېوادونو کې داسې ډلې او لابۍ شته چې د خپلو مفاداتو لپاره په دې شمېره کې کمی نه راوستل غواړي.

هغه زیاتوي چې د جوهري وسلې دا زغل د پاکستان او هند د اولسونو په ګټه کې نه دی.

د دفاعي چارو څېړونکي ډاکتر ای اېچ نير ډيوه ته ویلي پاکستان په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې دنړیوال معیار نه هم زياته برخه ده.

د هغه د وینا له مخې، چې کله يو هيواد دخپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دایټمي وسلو دا زغل په داسې حال کې روان دی چې مطبوعاتي رپورټونه وایي په دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر خلک دغربت دلیکې نه هم ښکته ژوند کوي اؤ دخوراک،علاج اؤ تعلیم په څېر بنیادي اسانیو نه هم محرومه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG