لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني:راشدخان مو ملي پنګه ده،هیچا له یې نه ورکوؤ


دهندوستان د کرکت غوره لیګ کې دافغان لوبغاړي راشد خان د غوره کارکردګۍ ښودلو وروسته هندي وګړي دخپل دولت نه غوښتنې کوي چې راشد خان ته باید د هندوستان تابعیت ورکړي خو دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي “راشدخان زمونږ ملکي پنګه ده ،‌هیچا ته یې نه ورکوؤ”

تېره شپه د هندوستان د کرکټ غوره ليګ سياليو په يوه لوبه کې راشد خان تاريخي لوبه وکړه او لوبډلې یې (حیدراباد) د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه چې دهغې راپدیخوا د هرلوري نه په ټولنیزو رسنیو د راشد خان ستائنې روانې دي اؤ د کرکټ مینه وال ورسره په بیلابیلو لطظونو اؤ دهغه په عکسونو خپرولو خپله مینه ښایي

دافغانستان خبري اژانس پژواک د شنبې په ورځ خپل یو راپور کې وایي د راجنيش پانډی په نوم يوه هندي مينه وال په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د هند د بهرنيو چارو وزيره مېرمن سوشما سوراج مخاطب کړې اؤ ویلي یې دي”هيله کوم راشد خان ته د هند تابعيت ورکړئ، د راشد خان په مرسته به راتلونکی نړيوال جام وګټو”

د اوتار سينګهـ په نوم يوه بل هندي مينه وال هم په ټويټر کې راشد خان ته د تابعيت ورکولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې هغه ته بايد د هند لوبډله کې ځاى ورکړل شي.

پژواک وایي د سلګونو هندي مينه والو د دې ډول غوښتنو په ځواب کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشماسوراج په ټويټر کې ځواب ورکړی چې د تابعيت ورکولو دنده د دې نه، بلکې د کورنيو چارو وزارت کار دى.

خو نوموړې نن سهار بېرته خپل دغه ټويټ لرې کړى دى.

د هندي وګړو او مينه والو د غوښتنو په اړه د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په ټويټر کې څرګندونې کړې دي.

هغه زياته کړې چې افغانان پر خپل اتل راشد خان وياړي.

پژواک وایي ولسمشر له هندي ملګرو مننه کړې چې افغان لوبغاړو ته د لوبېدو، ځلېدلو او د خپلو وړتياوو د رابرسېره کولو چانس ورکړى دى.

د هغه په وينا، راشد خان نړۍ ته د افغانانو د وړتياوو يادونه کړې، هغه د نړۍ او افغانستان د کرکټ يوه پانګه ده.​

ولسمشر غني ويلي”راشد خان هېچا ته نه ورکوو او نه يې له لاسه ورکوو”

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د راشد خان د تېرې شپې د لوبې ستاينه کړې او هغه يې فوق العاده ګڼلى دى.

نوموړي زياته کړې چې راشد خان د کرکټ يوه ځانګړې وړتيا لري چې خپلې لوبډلې او هېواد ته يې وياړونه ور بحښلي دي.

ډاکتر عبدالله ويلي چې دى او ټول هېوادوال پر راشد خان وياړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG