لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسید پلار د پاکستان له احتساب ادارې د راو انوار د زیاتې شتمنۍ پلټنه غوښتې


په کراچۍ کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب مسید پلار د پاکستان د احتساب له ادارې غوښتنه کړې، چې د ده د زوی په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار د غیرقانوني شتمنۍ په اړه دې پلټنه وکړي.

ملک محمد خان مسید د ګل- دوشنبې په ورځ په کراچۍ کې د احتساب قومي ادارې (نېب) ته په ورکړي درخواست کې پوښتنه کړې، چې راو انوار د پولیس افسر په توګه میاشتنۍ یو لک څورلس زره اووه سوه دوه اویا (114,772) روپۍ تنخا اخیستله، نو دا څنګه ممکنه وه چې هغه دې دوبۍ ته لسګونه سفرونه وکړي:

"له ۲۰۱۲م کال راهیسې تر سږ کاله پورې هغه ۷۴ ځله دوبۍ ته تللی، نو دا صفا معلومه ده چې دغه سفرونه یې په هغو پیسو کړي چې تر خپل ضرورت یې زیاتې وې یعنې په هغو پیسو چې په غیرقانوني توګه یې تر لاسه کړې".

محمد خان مسید د رسنیو د معلوماتو په بنیاد د احتساب ادارې ته ویلي، چې راو انوار چې د اربونو روپیو کومه شتمني جمع کړې، په دې اړه باید پلټنه وشي او وکتل شي چې هغه دا پیسې له کومې لارې تر لاسه کړې دي.

د نقیب مسید پلار د نېب ادارې ته تر دې درخواست مخکې په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې په مهال د سیند له ترهګرۍ ضد عدالته غوښتنه کړې، چې راو انوار دې د کور پر ځای په زندان کې بندي کړل شي.

د بشري حقونو یو فعال او وکیل جبران ناصر چې په خبري غونډې کې د نقیب د پلار پر څنګ ناست وو، رسنیو ته د راو انوار د مشکوکې شتمنۍ په اړه وویل، د احتساب ادارې باید ژر تر ژره په دې اړه پلټنه وکړي:

"د نېب اداره په دې برخه کې ډېره فعاله لیدل شوې چې پر سیاستوالو د غیرقانوني شتمنۍ د لګېدلیو تورونو پلټنه وکړي، نو ولې یې تر اوسه د راو انوار په اړه پلټنه نه ده پیل کړې؟".

د نقیب د پلار له خوا نېب ته په ورکړل شوي درخواست کې تور لګېدلی چې راو انوار له خلکو په زوره د پیسو په شوکه (بته خورۍ) کې لاس درلود او د مځکو د قبضه کولو، د رېت او باجري لېږدولو، د ایراني پیټرولو د قاچاک، نشه یي موادو او یو شمېر نورو لارو یې غیرقانوني پیسې تر لاسه کولې.

جبران ناصر پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان د احتساب ادارې د نقیب مسید پلار د شورو- چارشنبې (۳۰ مې) په ورځ سهار لس بجې ور بللی او دا غوښتنه یې ځنې کړې چې پر راو انوار د غیرقانوني شتمنۍ د لرلو په تور د خپل ورکړي درخواست په اړه بیان ورکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG