په افغانستان کې د امریکایي اؤ ناټو دځواکونو فارغیدونکي کمانډر جنرال جان نیکلسن ویلي افغانستان کې د سولې پټې خبرې رواني دي اؤ داسې بریښي چې د طالبانو ځینې مشران به افغان دولت سره دامن ټېنګښت ته تیار شي.
خبري شبکې ای پي خپل یو راپور کې ویلي جان نیکلسن کابل کې دخپل دفتر څخه پنټاګان کې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان کې دامن دپاره د دخیلو اړخونو ترمینځ خبرو اترو دپاره یو شمیر لارې پرانستل شوي دي.
ښاغلي نیکلسن ویلي هغه نه غواړي چې دچا نوم واخلي خو دومره پخلی ضرور کوي چې دسولې خبرو پیل کولو دپاره په پټ ډول خبرې روانې دي.
هغه ویلي دا مهال یوازې پټې خبرې نه بلکې سفارتي کچه باندې هم هلې ځلې روانې دي اؤ داسې برېښي چۍ د طالبانو ډیر مهم مشران به افغان دولت سره خبرو ته غاړه کښیږي.
هغه وویل د سولې دپاره په روانو دغو پټو هڅو کې غیر واضحه نړیوال سازمانونه، بهرني دولتونه اؤ افغانستان سره علاقه لرونکي خلک شامل دي خو جان نیکلسن په ښکاره د هیجا نوم نه دی اخستی.
هغه دا هم وویل چې د طالبانو دننه هم جګړې ختمولو ته تلوسه شته اؤ د سولې کوم وړاندیزونه چې د دولت لخوا هغوئ(طالبانو) ته شوي نو دهغې ګټې هم د دولت په څیر طالبانو ته هم رسیږي.
جنرال جان نیکلسن د مارچ ۲۰۱۶م څخه افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو د کمانډر عهده په لاس کې لرله خو اوس دهغه د ماموریت دوره پایي ته رسیدلې اؤ دهغه په ځایې لیفټینینټ جنرل اسکوټ ملر ته د ناټو اؤ امریکایي ځواکونو د مشر دنده سپارل شوې ده