د پاکستان سترې محکمې ( سپریم کورټ) د اسلام اباد خیابان سهروردي سیمه کې د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) لخوا د تړل شوي سړک د بیرته پرانستلو په اړه د اسلام اباد هايی کورټ غوښتنه ختمه کړې. او د نوموړې ادارې څخه یې د دغه سړک د پرانستلو په اړوند د نوې نېټې ورکولو غوښتنه کړې.
د جون میاشت په ۲۴ نېټه، هايی کورټ هم استخباراتي ادارې ( ای ایس ای) ته د دغه سیمې د سړک خلاصولو لپاره د څلورو اونیو وخت ورکړې وه، خو د سپریم کورټ لخوا یې دا حکم له منځه لاړ.
د اسلام اباد هايی کورټ د پریکړې پرضد د دفاع د سکټر له لوري د درج کړل شوي درخواست اوریدنه ستر قاضي ثاقب نثار کړې.
ایډیشنل اټارني جنرل د اوریدنې پر مهال عدالت ته وویل چې د اسلام اباد د عالي محکمې ( هایی کورټ ) له لوري په خپل سر نوټس جاري کړی او دوي د سترې مکمې څخه غوښتنه وکړه چې د امنیتي اندیښنو له کبله د سړک بیا پرانستلو لپاره دې استخبارتي ادارې ته وخت ورکړل شي.
ستر قاضي ثاقب نثار ویلي چې د اسلام اباد هايې کورټ دا واک نه لري چې په خپل سر نوټس جاري کړي او له هم دې امله د هغوي دغه حکم معطل یا ختموي.
له دې وړاندې هم د سترې محکمې له خوا په ټول هیواد کې د لارو او سړکونو د پرانیستلو او امنیتي دیوالونو یا د تجاوزاتو لرې کولو امر شوې وو.