لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت ایین کې 27م بدلون ته چمتو شوی، دې سره به فاټا کې پوځي عدالتونه جوړیږي


پاکستاني رسنۍ وایي چې وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خپلو کې لیدنه کړې اؤ په ایین کې یې په 27م بدلون یا ترمیم کولو اتفاق کړی دی.

دواړو مشرانو ویلي چې د 27م اییني ترمیم لپاره به مخکې له مخکې مولانا فضل الرحمان په اعتماد کې اخلي خو مولانا فضل الرحمان له وړاندې واضحه کړې ده چې په هیڅ قیمت به د 27م اییني ترمیم ملاتړ نه کوي اؤ نه به حکومت دغه ترمیم کولو ته پرېږدي.

د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناء الله وایي وزیراعظم د ایتلافي ګوندونو سره د 27م اییني بدلون ژمنه کړې ده اؤ ددې بدلون له لارې به د فاټا په څېر مخصوصو سیمو کې پوځي عدالتونه جوړېږي.

د ډان نیوز له مخې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ د ایتلافي ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري لیدنه کې د 26م اییني بدلون منظوري یو تاریخي ګام بلل شوی اؤ دواړو مشرانو هوډ ښکاره کړی چې د پارلیمان د پیاوړتیا لپاره به په ګډه تګ کوي.

د پاکستان پارلیمان تېره اوونۍ 26م اییني ترمیم منظور کړی خو په پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه اؤ قانون پوهان ددې ترمیم سره سخت مخالفت ښیي اؤ تور لګوي چې حکومت ددې اییني بدلون له لارې د عدلیې نه اختیارات تړولي اؤ د ځان تابع کړې یې ده.

د 26م اییني ترمیم په اساس د پارلیمان کمیټۍ سنیارتي یا مشرتوب کې په دریم نمبر ولاړ جج یحییا اپریدی د سپریم کورټ د مشر قاضي په توګه تاکلی چې له دغه ترمیم مخکې به تر ټولو سینیر جج چیف جسټس ټاکل کېدو.

قانون پوه اؤ د پېښور هایکورټ وکیل ښاغلی ظفر اقبال وي او اې ډیوه ته وایي د نوي چیف جسټس یحییا اپریدي د وړومبي سر دریوؤ اقداماتو حکومت په ویره کې اچولی دی.

هغه وایي حکومت دا ګڼي چې نوی چیف جسټس به لکه د پخواني چیف جسټس قاضي فایز عیسا په څېر د عمران خان یا تحریک انصاف ګوند په ضد سخته رویه اختیار نه کړي نو ځکه اوس د عمران خان د بندي ساتلو اؤ د عدلیې د لږې ډيرې پاتې ازادۍ تروړلو لپاره 27م اییني ترمیم مخې ته راوړل غواړي.

په لاهور کې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ بلاول بوټو زرداري په لیدنه کې وزیراعظم ویلي چې د شپږ ویشتم اییني ترمیم کریډت یا ویاړ ټولو ایتلافي ګوندونو ته ځي اؤ دا د جمهوریت د ودې لپاره یو مهم ګام ؤ.

بلاول بوټو زرداري په دې لیدنه کې ویلی چې 26م اییني ترمیم به د غیر جمهوري طاقتونو په مخې نیولو کې ګټور ثابت شي.

ډان وایي چې په دې لیدنه کې دواړو مشرانو فیصله کړې چې په 26م اییني ترمیم کې د پاتې نیمګرتیاؤ پوره کولو لپاره به په ایین کې 27م بدلون کولی شي اؤ په دې لړ کې به مولانا فضل الرحمان مخکې له مخکې په اعتماد کې اخستل کیږي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ د پنجاب په چینوټ سیمه کې یوې دستورې ته د وینا په مهال په ډاګیز ډول د 27م اییني ترمیم سره مخالفت ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ د چا پلار ترې هم په ایین کې دا بدلون نه شي کولی.

د پاکستان په ایین کې د بدلون لپاره ضروري ده چې دغه بدلون ته دې د پارلیمان په دریوؤ کې د دوؤ برخو غړو ملاتړ ترلاسه وي اؤ ددغه شمیرې پوره کولو لپاره په پارلیمان کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علماء اسلام ګوند غړي خورا اهمیت لري.

د وزیراعظم د سیاسي اؤ قامي چارو سلاکار رانا ثناء الله د یو پاکستاني ټي وي په پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي ، مونږ 27م اییني ترمیم مخې ته راوړو چې هغې کې به د پوځي عدالتونو خبره وي.

هغه ویلي وزیراعظم شهباز شریف د اتحادي ګوندونو سره د 27م اییني ترمیم ژمنه کړې ده اؤ په دې ترمیم کې به په سیند صوبه کې په بلدیاتي نظام کې د پنګو د ویش په اړه شیان هم شامل وي.

رانا ثنا الله ویلي ، په پوځي عدالتونو خبرې شوې دي، مونږ غواړو چې د فاټا په څېر مخصوصو سیمو کې باید پوځي عدالتونه جوړ کړل شي ځکه چې هلته سویلینز له سره تللی نه شي.

خو د وزیراعظم سلا کار وویل چې دغو پوځي عدالتونو ته به د عمران خان قضیې نه وړل کیږي اؤ داسې پکار هم نه ده.

قانون پوهه ظفر اقبال وایي د پوځي عدالتونو د جوړولو مقصد هم دادی چې حکومت د نهم مې اؤ د عمران خان په ضد مقدمې پوځي عدالتونو ته یوسي اؤ د تحریک انصاف مخه ډب وساتي.

ښاغلی ظفر اقرار وایي په عدلیه اؤ وکیلانو کې 26م اییني ترمیم هم د عدلیې د ازادۍ په اړه اندېښنې پېدا کړې دي اؤ که په 27م اییني ترمیم کې د سیاسي مقصدونو لپاره د عدلیې لمنه نوره هم ورلنډولی شي نو دا به په ملک کې د جمهوري سیاسي ګوندونو اؤ وکیلانو پراخه غبرګونونه راوپاروي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG