لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انتخاباتو کې د حافظ سعید او خادم رضوي د توندروه مذهبي ډلو ګډون اندېښنې را پارولې


د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید د سیاسي ګوند په شمول د پاکستان یوې بلې توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک ته هم په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې، چې په اړه یې سیاسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پاکستان کې د ازادو او له درغلۍ پاکو ټاکنو نیټورک (فافین) مشر ډاکټر سرور باري وایي، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې توندروه مذهبي ډلې هم په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي، ځکه چې وایي دوی د ټاکنو لپاره د خلکو له مذهبي جذباتو ګټه اخلي:

"دا ښه خبره نه ده چې مذهبي ګوندونه په ټاکنو کې برخه واخلي، مسئله یواځې دا نه ده چې مذهبي ګوندونه په ټاکنو کې برخه اخلي، بلکې دا غټه مسئله دا ده چې دوی د خپل انتخابي کمپاین لپاره مسجدونه استعمالوي، چې دا کوڅه په کوڅه تاوتریخوالی جوړوي، ځکه چې مسجد د خدای کور وي او له کوم خاص مذهبي ګوند او مسلک سره تړاو نه لري".

تحریک لبیک د پاکستان قومي اسمبلۍ ته له ټول هېواد څخه پر ۱۵۰ څوکیو باندې خپل کاندیدان ټاکلي دي او په پنجاب ایالت کې یې پر ۸۷ فیصده څوکیو باندې خپل کاندیدان درولي دي، چې دا شمېر په دې صوبه کې د مذهبي اتحاد متحده مجلس عمل تر ټاکل شویو کاندیدانو زیات ګڼل کېږي.

د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي.
د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په اساس د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي- چې په پښو شل دی او په ویل چېر کې ګرځي- د شورو- چارشنبې په ورځ په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د خپل سیاسي ګوند انتخابي کمپاین پیل کړی او دعوه یې کړې ده چې په ټاکنو کې به د زیاتو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

تحریک لبیک په تېر ۲۰۱۷م کال کې هغه وخت د خلکو پام ځان ته واړاوه، چې سلګونو کسانو یې په انتخابي قانون کې د ختمِ نبوت په مادو کې د ممکنه بدلون په ضد پرله پسې څو ورځې په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه.

په پاکستان کې د ازادو او له درغلۍ پاکو ټاکنو د نټیورک مشر ډاکټر سرور باري وایي، داسې ښکاري چې د انتخاباتو کمېشن د پخوا غوندې دا ځل هم پر دې سترګې پټې کړې دي، چې مذهبي ګوندونه د مذهب له استعماله را وګرځوي.

د عوامي نېشنل ګوند یوه مشره بشری ګوهر وایي، داسې ښکاري د پاکستان زورورې ادارې د راتلونکو ټاکنو له لارې د توندروه فکر لرونکو مذهبي ډلو ګڼ شمېر کسان پارلمان ته رسول غواړي:

"د دغو کسانو خلاف خو ایکشن پکار وو، دوی چا انتخاباتو ته څنګه پرېښوول. دا خو د انتخاباتو د کمېشن کمزوري هم ده او دا په راتلونکو ټاکنو کې دومره زیاتو انتهاپسندو ته د لارې پرانیستلو یو طریقه کار دی".

نړیوال ترهګر پېژندل شوی حافظ سعید.
نړیوال ترهګر پېژندل شوی حافظ سعید.

بشری ګوهر وایي د توندروه مذهبي ډلو کسان که کامیابه شي نو دا به ډېر زیات تاوان پېښ کړي، ځکه چې وایي د قانون سازۍ په مخ کې به زیات خنډونه پېښ کړي:

"تاسو سوچ کولای شئ چې دا خلک پارلمان ته راشي نو دا به کوم قسم قانون سازي کېږي او زموږ د آیین او قانون به څه حال جوړېږي، زما په نظر ډېر تر کنټرول لاندې او د انتهاپسندو تر لاس لاندې پارلمان به وي".

"تحریک لبیک یا رسول الله" یو رجسټر شوی ګوند دی چې فعالیت ته یې قانوني اجازه ورکړل شوې ده. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وایي که یو ګوند یا کاندید د آیین او قانون له شرایطو سره برابر وي، نو دوی یې په ټاکنو کې له برخې اخیستو نه شي را ګرځولای.

د انتخاباتو کمېشن د حافظ سعید ګوند ملي مسلم لیګ له دې امله رجسټر نه کړ، چې وایي له ناقانونه اعلان شوې مذهبي ډلې جماعت الدعوه سره یې تړاو درلود، خو ملي مسلم لیګ ګوند وایي راتلونکو ټاکنو ته یې د یوه بل رجسټر ګوند (الله اکبر تحریک) له خوا راتلونکو ټاکنو ته د پاکستان له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۰۰ کاندیدان درولي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG