لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان په دوېم ځل د سعودي عرب سفر ته غبرګون


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، وزیراعظم عمران خان د راتلونکې نهې په ورځ به سعودي عرب ته سفر وکړي او د نړیوالې پانګونې په غونډه کې به ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي عمران خان د سعودي عرب د باچا سلمان بن عبدالعزيز په په بلنه په غونډه کې ګډون کوي.

عمران خان له دې وړاندې د اګست په مياشت کې هم د وزيراعظم جوړېدو وروسته سعودي عرب ته تللی ؤ.

په رياض کې د ۲۳ نه تر ۲۵م اکتوبر پورې د پانګونو نړيواله غونډه ټاکل شوې چې پکې ويل شوي د ګردې نړۍ نه سياسي مشرانو، کاروباري خلکو، شرکتونو او نړيوالې ميډيا ته د ګډون بلنه ورکړی شوې ده.

خو دغه غونډې ته چې د "ډيوس ان ډيزرټ" نوم ورکړی شوی د امريکا په ګډون يو شمېر نړیوالو کاروباري ادارو او د لويديځ چارواکو د سعودي ژورنالسټ جمال خاشقجي د وژنې په سر په غونډه کې د ګډون نه انکار کړی دی.

پاکستان کې د ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکې تنظیم فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک د عمران خان د سعودي عرب د سفر د خبر مخې ته راتلو وروسته په ټویټر ویلي،

"وزيراعظم عمران خان له پکار وه چې د رياض د غونډې نه یې بايکاټ کړی وی او د ژورنالسټ جمال خاشقجي په بې درکه يې احتجاج ريکارډ کړی وی".

د سعودي عرب حکومت نن د خالي، شنبې په ورځ په استنبول کې په خپله قونصلګرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو د خبر پخلې کړی او ويلي يي دي هغه په قونصلګرۍ کې د چارواکو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د پاکستان يو بل ژورنالسټ حامد مير بيا يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې د عمران خان د سعودي عرب د سفر په اړوند ويلي، پاکستان ته ګټه ده چې د سعودي عرب نه د امریکا اثر ختميږي او امریکايي شرکتونه د سعودي عرب نه ووځي.

نوموړي ویلي د هغه د مالوماتو ترمخه عمران خان ته ويل شوي چې سعودي عرب ته راشي په غونډه کې ګډون وکړي او له هغې نه علاوه هم ليدنې وکړي او د سعودي عرب سره يې چې په لومړي سفر کې کومې خبرې نيمګړې پاتې شوې وې هغه به پوره شي.

په ټولنيزو رسنیو داسې هم ويل کيږي چې عمران خان چين ته د تلو نه وړاندې بيا د سعودي عرب سفر کوي او دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نړيوالې مالياتي ادارې ته د قرضې دپاره خواست کړی دی.

عمران خان وايي پاکستان دا وخت د خپل تاريخ تر ټولو سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دی او ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

عمران خان وايي د ملکي اقتصادي حالاتو ښه کېدو دپاره د دوست هېوادونو او ايي اېم اېف سره رابطه کوي.

د عمران خان د سعودي عرب د لومړي سفر په اړوند ويل کېده چې سعودي عرب به د پاکستان مالي مرسته وکړي خو په څرګند ډول داسې کوم خبر مخې ته نه ؤ راغلی او له هغې وروسته پاکستان ايي اېم اېف ته د قرضې خواست کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG