لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا سميع الحق د پاکستان او امريکې نه په پټه د افغانستان د سولې د خبرو وړانديز کړی ؤ


تېره مياشت د افغانستان د ديني عالمانو او پاکستان کې د افغانستان سفير سره په ليدنه کې مولانا سميع الحق مشوره ورکړې وه چې په افغانستان کې د سولې د خبرو او جګړې ختمېدو دپاره دې د پاکستان او امریکې نه په پټه ناسته وشي.

تېره د افغانستان نه د سولې د شورا او علماؤ پلاوي چې پکې د مولانا سميع الحق د مدرسې پخواني زده کوونکي هم شامل وو د مولانا سره يې ليدلي او د هغه نه يې په افغانستان کې د جګړې ختمولو او طالبانو سره د خبرو په لړ کې مرسته غوښتې وه.

مولانا ويلي ؤ، "د مخلص مذهبي مشرانو او طالبانو ترمنځ ناسته دې وشي چې د امريکا او پاکستان څخه په پټه وي او دوی بايد د یو بل په بنيادي خبرو ځان پوهه کړي".

هغه ويلي ؤ چې کله دوی په بنيادي خبرو صلاح شي نو بيا د افغانستان د جګړې څخه ازادولو او د دغه هېواد نه د نېټو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

سميع الحق زياته کړې وه له دغې وروسته د افغانستان ټولې بايد کښېني او داسې نظام جوړ کړي چې هغه د افغانستان اولس د قبلولو وړ وي".

د افغانستان د سولې خبرې او مولانا سميع الحق وژنه

څيړونکی او خبريال طاهر خان وايي دا ويل به د وخت نه وړاندې وي چې د مولانا د وژنې پېښه د دغه ناستې يا د افغانستان د سولې د خبرو سره وتړل شي خو وايي مولانا ورته په خپله ويلي ؤ چې افغان پلاوي ورته د طالبانو سره د مينځګړيتوب وړانديز کړی ؤ.

نوموړی وايي مولانا افغان پلاوي او د سولې شورا ته په خپله مدرسه کې د سولې د خبرو د ناستې راجوړولو وړانديز هم کړی ؤ.

طاهر خان وايي د مولانا سميع الحق د افغانستان په اړوند رول مخې ته ځکه راغلی ؤ چې په پاکستان کې د افغانستان سفير درې وارې په لږه موده کې د هغه مدرسې ته ورغلی او هغه سره یې ليدلي ؤ.

په افغان طالبانو د مولانا اثر

مولانا سميع الحق د خېبرپښتونخوا په اکوړي سيمه کې د درالعلوم حقانيه ديني مدرسې مشر او په خپلو مرکو کې به يې په ویاړ سره ويل طالبان د هغه بچي (اولاد) دي.

په یاده مدرسه کې د طالبانو پخواني وژل شوي مشر ملا اختر منصور په ګډون په زرګونو افغان طالبانو اسلامي درسونه کړي دي.

د حقاني مدرسې او افغان طالبانو تر منځ تړون له امله به څیړونکو مولانا سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار هم ويلو.​

څيړونکي وايي په پاکستان کې له دې وړاندې هم داسې علما او پوهان وژل شوي څوک چې د افغانستان شخړې د خبرو د لارې د روغې جوړې په حق کې او په دغه لړ کې يې رول درلود.

د طالبانو مشر ملا اختر منصور

د کال ۲۰۱۶م د مې په مياشت کې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور په امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

تېر کال د امریکا مشهورې ورځپانړې نیویارک ټاېمز د ملا اختر محمد منصور د پاکستاني استخباراتو سره د اختلاف راتلو خبر چاپ کړی ؤ.

ورځپاڼې ويلي ؤ "د طالبانو مشر اختر منصور د وژل کیدو لږه شیبه وړاندې په خپل مرګ پوهه شوی ؤ ځکه چې د هغه د پاکستان استخباراتي ادارې سره په یو شمېر خبرو سخت اختلافونه راغلي وو".

اخبار لیکلي د اختلافونو غټه وجه دا وه چې پاکستان نه غوښتل طالبان د افغانستان حکومت سره د سولې خبرې وکړي. او دویمه دا چې پاکستان څه غواړي طالبان دې هم هغه شان وکړي.

د ملا عمر د مړينې د خبر سره هم خبرې ځنډېدلې وې

په ۲۰۱۵م کال کې د پاکستان په مينځګړیتوب د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په لومړي ځل نېغ په نېغه د اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې خبرې شوې وې.

خو د خبرو دوېم پړاؤ هغه وخت وځنډېدو چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې خبر مخې ته راغلو.

د مولانا حسن جان او ډاکټر فاروق خان وژنې

د چارسدې ياد ديني عالم مولانا حسن جان څوک کې د وفاق المدارس مرستيال ؤ، هغه د ځانمرګو بريدونو مخالفت کړی او ویلي يې ؤ چې په اسلام کې د دې عمل هيڅ ګنجايش نشته.

هغه د کال ۲۰۰۷م د ستمبر په مياشت کې بيا په پېښور کې وژل شوی ؤ.

د مردان ډاکټر فاروق خان هم د افغانستان د سولې په حق کې ؤ او ويل کيږي هغه په دغه لړ کې ځينې هڅې هم پېل کړې وې.

خو پوهاند ډاکټر فاورق هم د کال ۲۰۱۰م د اکتوبر په مياشت کې په مردان کې په ډزو وژل شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG