د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په خور عليمه خان باندې سپريم کورټ جرمانه لګولې او د بهرني جايداد په لړ کې ورته د ۲۹.۴ ملينه روپو ورکولو امر کړی دی.
په عليمه خان تور دی چې په دوبۍ کې يې جايداد درلود او د ټېکس په اسنادو کې يې د هغې يادګېرنه نه وه کړې.
سپريم کورټ د علیمه خان په دوبۍ کې د جايداد لرلو په خبر نوټس اخستی ؤ.
نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ په سپريم کورټ د عليمه خان په دوبۍ کې د بې نومه جايداد اورېدنه شوې او د محصولاتو مرکزي ادارې (اېف بي ار) عدالت ته ویلي په عليمه خان د ۲۹.۴ ملينه روپۍ جرمانه او ټېکس دی.
عدالت علیمه خان ته په يوه اوونۍ کې د پېسو جمع کولو امر کړی او ويلي يې دي که هغې پېسې جمع نه کړې د هغې جايداد دې په ولقه کې واخيستی شي.
هغې عدالت ته ويلي، په کال ۲۰۰۸م کې يې په دوبۍ کې د درې لاکه ۷۰ زره ډالرو جايداد اخیستی او په ۲۰۰۸م کې يې خرڅ کړی ؤ.
هغې ویلي د دغه جايداد دپاره یې نيمې پېسې خپلې ورکړي او نيمې يې د بېنک نه قرض کړې وې.
عليمه خان ویلي جايداد یې بيا وروسته خرڅ کړی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه اېف بي ار په بهر هېوادونو کې د جايدادونو په اړوند عدالت ته ویلي د ۹۶ نورو پاکستانيانو مالومېدو سره په بهر هېوادونو کې د جايداد لرونکو شمېره ۲۱۵۴ ته رسېدلې ده او په دې شمېره کې يواځې ۱۲۰۸ په متحده عرب اماراتو کې دي.