لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونیزیا کې سمندري طوفان تباهي خوره کړې ده،۱۶۸کسان مړه،۷۰۰ ژوبل


د انډونیزیا دسمندري غاړې په سیمه کې د زمکې نه د خوټکیدلي اور راپورته کیدلو وروسته په سمندري طوفان کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي اؤ ۷۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

داندونیزیا د قدرتي افتونو په مهال د ژغورنې د ادارې ویاند ستوپو پروونګروهو رسنیو ته ویلي د د زمکني اور راپورته کیدلو وروسته د شپې نهه نیمې بجې سمندر په غورځنګ شو اؤ‌ لویو،لویو څپو یې په سوؤنو ودانۍ تباه کړې

هغه دغه سونامي یا سمندري طوفان کې د۱۶۸ کسانو د مړینې اؤ د۷۴۵ د ژوبل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې ددې ترڅنګ ۳۰ کسان بې درکه شوي هم دي.

په جنوپي سمترا اؤ لویدیځه جاوا سمندري غاړو کې ددغه طوفان نه وروسته مرستندویه ډلو د غورځیدلو ودانیو د ملبې څخه د مړو اؤ ژوبلو د راوستلو کار پیل کړی دی.

چارواکي وایي کیدی شي چې دغه سمندري طوفان له دې امله راغلی وي چې د زمکې نه د خوټکیدلي اور راپورته کیدلو له امله د سمندر دننه ګټان خوئیدلي وي اؤ هغې د سمندر څپې په غورځنګونو کړي وي.

ویاند ویلي دي چې د طوفان نتیجه کې بې کچه تباهي شوې ده اؤ دمړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه شته .

ویل کیږي د سمندر نه راپورته شوې څپې د ۱۵ؤ نه نیولې تر۲۰ؤ میټرو جګې وې چې هغې د ابنائی سندا په شاوخوا کې ټولې ودانۍ لاهو کړي دي

انډونیزیا د نړۍ دهاغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې زیاتره پکې زلزلې اؤ سمندري طوفانونه مخې ته راځي

په دې وروستیو کې د سلاویسي نومې جزیرې په پالو ښار کې د سمندري طوفان اؤ زلزلې له امله په زرګونو کسان مړه شوي وؤ.

په کال ۲۰۰۳ م کې هم د لویدیځې انډونیزیا په سمترا نومې سیمه کې د۹.۳ زلزلې اؤ دهند په سمندر کې د راغلي طوفان له امله د انډونیزیا یو لک اؤ۶۸ زره کسان وژل شوي وؤ

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG