د هند د پوځ مشر جنرل بپن راوت ویلي، دا وخت چې کوم هېوادونه د افغان طالبانو سره خبرې کوي، "که هند په افغانستان کې علاقه (دلچسپي) لري او ضرور یې لري نو هند د دغو خبرو څخه نه شي جدا کېدی".
هغه ويلي هند دې هم په دغو خبرو کې شامل وي.
له دې وړاندې راوت د امریکا د مشرتابه د طالبانو سره د خبرو د پېل ملاتړ کړی ؤ.
د زیارت په ورځ نوموړي ويلي هند هم ځان پوهه کول غواړي چې څه خبرې روانې دي او څو پورې چې دوي د خبرو په مېز نه وي نو دوي به مالومات نه لري.
هغه ويلي له دې وړاندې د هند دوه حکومتي استازو د خبرو په عمل کې ګډون کړی ؤ.
تېر کال په ماسکو کې د طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو په استازو کې د هند دوه استازو هم ګډون کړی ؤ.
بپن راوت ويلي د طالبانو سره د خبرو پاليسي په کشمير کې نه شي په ځای کېدی، هغه ويلي چې ترهګري او خبرې اترې يو ځای نه شي کېدی.
هغه ويلي په کشمير کې به خبرې د دوي په شرطونو کيږي.