د پاکستان تحريک انصاف حکومت د يوې کمېټۍ جوړولو پرېکړه کړې چې دا کميټي به د پوځي عدالتونو د مودې غځولو په سر د ائيني قانوني مسودې د منظورۍ دپاره د مخالفه ګوندونو سره خبره کوي.
پاکستان کې د جوړو پوځي عدالتونو موده روان کال د مارچ په میاشت کې پوره کيږي.
د پوځي عدالتونو په سر د مخالفه ګوندونو سره د مشورې خبره د قانون وزير بېرسټر فروغ نسيم کړې ده.
هغه ویلي د پوځي عدالتونو د مودې غځولو دپاره د مخالفه ګوندونو سره خبره کول ضروري دي، هغه ویلي په ملک کې حالات داسې دي چې د پوځي عدالتونو موده غځول اړين دي.
فروغ نسيم ویلي د پوځي عدالتونو د مودې غځولو فېصله په ګډه موافقه کېدل پکار دي او په دغه لړ کې به د صلاح وروسته د پوځي عدالتونو د مودې غځولو پرېکړه کولی شي.
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن څو ورځې وړاندې د پوځي عدالتونو د مودې په غځولو اندېښنه څرګنده کړې چې حکومت د دې پرېکړې دپاره قانوني مسوده راوړي.
کمېشن ویلي پوځي عدالتونه د هر هاغه جمهوري نظام پرضد دي،چې د خپلو وګړو د بنيادي حقونو او ازاديو د سرلوړۍ ادعاوې کوي.
په پاکستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروسته پوځي عدالتونه جوړ کړی شوی وو.
په ياد بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول زده کوونکي وو. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري منلې وه.
په جنورۍ ۲۰۱۵م کې د دوه کالو دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي او په کال ۲۰۱۷م کې يې د مودې پوره کېدو وروسته دوه کاله وخت نور غځول شوی ؤ.