لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپي پارلمان غړو په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر ځورېدنو اندېښنې څرګندې کړې


اسلام اباد ــــ د یورپي پارلیمان غړو د وزیر اعظم عمران خان په نوم لیکلي خط کې په پاکستان کې د لږکیو د ځورولو په پېښو اندېښنې ښودلې دي.

د پاکستاني او بهرنیو مطبوعات د خبر تر مخه د پورپي پارلیمان د 52 غړو له خوا په لاسلیک شوي دغه خط کې په وزیراعظم عمران خان باندې ټینګار شوی چې د خپل هېواد اقلیتونو ته دې تحفظ ورکړي.

په خط کې له وزیراعظم نه د هغې دستورې او اداره جاتي نظام په ضد د ګامونو پورته کولو غوښتنه شوې چې د لږکیو په ضد تګلارې ته وده ورکوي.

د مطبوعاتي رپوټونو تر مخه په دغه خط کې په ګوته کړل شوي چې پاکستان دا وخت د خپل باني محمد علي جناج د فکر لاره پرېیښې ده د کوم تر مخه چې جناح په هېواد کې اوسېدونکو هندوانو، عیسایانو او نورو اقلیتونو ته د برابرۍ په اساس د ژوند تېرولو عزم څرګند کړل شول وو.

د یورپ د پارلیماني غړو په دغه خط کې دا هم په ګوته کړل شوي چې د بده مرغه په پاکستان کې د تېرو 7 لسیزو راهیسې راغلیو پرله پسې حکومتونو په سرکاري کچه داسې ګامونه پورته کړي چې له کبله یې اقلیتونه په سیاسي او معاشي میدان کې لا نور هم په شا تللي دي.

رپورټونه زیاتوي چې په خط کې د مذهب د سپکاوي قانون د غلط کارولو په تور د نیول شوې او بیا د سپریم کورټ په امر د خوشې کړل شوې عیسایي مېرمنې آسیه بي بي ذکر هم شوی او په پاکستان کې د لږکیو له ښځو سره د جبري ودونو په پېښو کې په راغلي زیاتوالي هم اندېښنې ښودل شوې دي.

په وروستیو کې له ډیوه رېډیو سره په خبرو کې د واکمن تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د قومي اسمبلۍ اقلیتي غړي جمشید تهامس هم په دغو پېښو کې راغلی زیاتولی تایید کړی وو، خو له دې سره یې د دې د مخنیوي لپاره په حکومتي کچه د هلو ځلو عزم هم څرګند کړی وو او ویلي یې وو، چې په دې اړه درې قانوني مسودې پارلیمان ته د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.

خو دوې ورځې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې هم د حکومتي وزیرانو د مخالفت له کبله د جبري ودونو د مخنیوې په اړه د قانوني مسودې منظوري د ځنډ ښکار شوې ده.

د سرچینو تر مخه یورپي پارلیمانې غړو د وزیراعظم عمران خان په نوم لیکلي خط کې د لږکیو په تحفظ کې د ناکامۍ په سر د یورپي یونین له خوا پاکستان ته په تجارتي میدان کې د ورکړل شویو مراعاتو د ختمولو خبرداری هم ورکړی دی.

له وي.او.اې ډېوه سره په خبرو کې اقتصادپوه فدا حسېن ویره څرګندوي چې که چېرې داسې کېږي نو د مخکې نه له معاشي ګواښونو سره د مخ پاکستان لپاره نورې ستونځې هم جوړېدای شي.

د یورپي هېوادونو د تنظیم له خوا د پاکستان لپاره اعلان کړل شوی جې ایس پي پلس په دې مد کې ډېر مهم ګڼل کېږي او اټکل کېږي چې پاکستان د دې له کبله د یورپ لپاره په خپلو برامداتو کې په راتلونکي وخت کې تر 20 فیصدو پورې زیاتوالی راوستلای شي او د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر چوهدري سرور وایي، د دغه سهولت له کبله پاکستان تر 1500 میلینه ډالر ګټې پورته کولای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG