دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه وروسته دپاکستان حکومت نړیوال بانک څخه د۹۱کروړو اؤ۸۰لکو ډالرو پور اخلي اؤ دنهې په ورځ پاکستاني اؤ دنړیوال بانک چارواکو ددغه پور په درېوؤ بیلابیلو تړونونو لاسلیکونه کړي دي.
تر دې وړاندې دمئ میاشت کې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه هم دشپږو اربو ډالرو دپور ترلاسه کولو په یو تړون لاسلیک کړی ؤ.
په دې وروستیو کې دپاکستان اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی اؤ دحکومت مخالفین تور لګوي چې حکومت سره داقتصادي جنجال نه د وتلو دپاره هیڅ پروګرام په لاس کې نشته اؤ یوازې په بهرنیو پورونو اکتفا کوي.
خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي دتیرو حکومتونو د ناسمو اقتصادي تګلارو اؤ اخستل شوؤ پورونو د سودونو خلاصولو دپاره دبهر نه پورونو اخستلو ته اړ دی.
د نهې په ورځ چې پاکستان اؤ نړیوال بانک د یو کهرب اؤ ۴۴ اربو روپو نه د زیات پور په کومو درېوؤ تړونونو لاسلیکونه کړي دهغې په هکله ویل شوي چې دې پېسو څخه به ۴۰کروړه ډالر دپاکستان د ګټې وټې سیوا کولو په بیلابیلو پرژو مصرفولی شي چې زیاته پاملرنه به پکې دټیکسونو پراختیا ته کولی شي.
همدا راز ۴۰کروړه ډالر به په غوره تعلیم اؤ داقتصادي څانګې دپیاوړتیا دپاره په بیلابیلو پروګرامونو مصرفولی شي.
دتړون له مخې د نړیوال بانک نه ترلاسه کیدونکي دغه دروند پور کې به ۱۱ کروړه اؤ ۸۰لکه ډالر خیبر پښتونخوا صوبې ته ورکول کیمږي چې دغه صوبه کې به پرې صوبایي حکومت خپلو محصولاتو کې د زیاتوالي لارې چارې لټوي اؤ هم به پرې خپلې مالي وسیلې پیاوړې کوي.
دپور په دې تړون دپاکستان له لوري د اقتصادي چارو دڅانګې سکتر نوراحمد اؤ اؤ نړیوال بانک سیمه ییز مشر پیچوموتو الینګوون کړی اؤ ددې ترڅنګ دلوړو زده کړو دکمیشن اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت استازو هم اړوند تړونونه لاسلیک کړي دي.
دپاکستان موجوده وزیراعظم عمران خان اقتدار ته له رسیدلو وړاندې دبهرنیو پورونو اخستلو سخت مخالف ؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه به ځان مړ کړي خو دبهر نه به پور وانه خلي خو اقتدار ته له رسیدلو وروسته نوموړی په تیرو حکومتونو تور لګوي چې دهیواد اقتصاد یې سخت ځپلی اؤ اوس داقتصادي جنجال نه د وتلو دپاره بهرني پورونه اخستل اړین دي.
تیره میاشت دپاکستان اسټیټ بانک پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې په پاکستان بهرني پورونه د ۱۰۵ؤ اربو ډالرو څخه سیوا شوي اؤ په اوسنیو وختونو کې په دې پورونو کې ۱۱فیصده اضافه شوې ده..
تیرکال د جون دمیاشتې پورې په پاکستان بهرني پورونه ۹۵اربه اؤ۲۴کروړه ډالر وؤ