لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو نورې پينځه پېښې مخې ته راغلي


په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د پينځه نورو پېښو مخې ته راتلو سره په صوبه کې د پوليو ټولې پېښې ۳۱ ته او په ملک کې يې شمېره ۳۷ ته ورسېده.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د پروګرام رابطه کار دفتر ويلي، د انکاري ميندو پلارانو او د بې غورۍ او ضد له امله پينځه نور ماشومان د پوليو ښکار شوي دي.

ياد دفتر د پوليو د پينځه پېښو پخلی کړی او ویلي يې دي چې دا پينځه نوې پېښې په بنو او تورغر ضلعو کې مخې ته راغلي دي.

د اي او سي دفتر ويلي دغو ماشومانو ته د معمول يوه حفاظتي ټيکه هم نه ده ورکړی شوې.

په ملکي کچه د پوليو ضد پروګرام د شمېرو ترمخه روان کال تر ټولو زياتې د پوليو پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې مخې ته راغلي چې شمېره ۱۴ ده.

په دوېم نمبر د تور ضلع ده چې پکې د پوليو پېښې پينځه، څلور په ميران شاه او دوه په ميرعلي کې رپوټ شوي دي.

روان کال د خېبرپښتونخوا د ۳۱ نه علاوه درې پېښې په لاهور کې او درې په کراچۍ کې رپوټ شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG