د سوات د لاقانونه ګرځول شوې تندروه تنظیم تحریکِ نفاذِ شریعتِ محمدي مشر مولانا صوفي محمد د ۹۲ کالو په عمر کې مړ شوی دی.
وي او ای ډیوه ته د صوفي محمد د کورنۍ نزدې سرچينې پخلی کړی چې صوفي محمد مړ شوی دی.
سرچینې ويلي صوفي محمد د پختورګو، ګردو د ناروغۍ سره مخ ؤ او په پېښور کې د زامنو سره اوسېدو.
صوفي محمد څوک ؤ؟
۹۲ کلن صوفي محمد په ملاکنډ ډویژن کې د تندلاریتوب بنیاد ایښودونکی یا بنسټ ګر بلل کېدو.
هغه په کال ۱۹۹۲م کې د تحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم د تندلارو یو تنظیم جوړ کړی ؤ چې دغه تنظیم به د” تور پټکو“په نوم هم یادېدو.
په امریکا کې د ۹/۱۱ د ترهګرو بريدونونه وروسته چې کله امریکا خپل پوځونه افغانستان ته د اسامه بن لادن اؤ طالبانو د واکمنۍ ړنګولو دپاره ولیږل نو په هاغه مهال صوفي محمد د سوات ،دیر، باجوړ، بونېر او مومندو په زرګونو وسله وال د امریکا په ضد جنګېدو دپاره افغانستان ته بوتلي وو چې په سوونو پکې وژل شوي او ډېری پکې بيرته راتښتېدلي او د ګڼو پکې پته هم نه وه لګېدلې.
افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته پاکستان ته په راګرځیدو مولانا صوفي محمد ونیول شو اؤ تر کال۲۰۰۸م پورې په زندان کې پروت ؤ.
خو وروسته بیا په خېبر پښتونخوا صوبه کې د عوامي نیشنل پارټۍ د حکومت په مهال دیو تړون له مخې هغه د زندان نه خوشی کړل شو تر څو په سوات کې تندروه طالبان حکومت سره روغې ته تیار کړي.
او په ۲۰۰۹م کې صوفي محمد د حکومت سره ژمنه وکړه چې خپل زوم مولانا فضل الله اؤ د هغه ملګري به حکومت سره خبرو ته کښینوي.
خو په اپریل ۲۰۰۹ کې مولانا صوفي محمد حکومت سره د سولې د تړون نه په شا شو اؤ تور یې ولګولو چې حکومت په ملاکنډ کې د شرعي نظام نافذؤلو په کار کې د لم لیټ نه کار اخلي.
د تحریک نفاذ شريعت محمدي مشر په ۱۹م اپریل ۲۰۰۹م کې جمهوریت غېراسلامي نظام وګرځولو او د حکومت څخه یې وغوښتل چې د څلورو ورځو دننه د ملاکنډ ډويژن د عدالتونو نه ججان لري اؤ اسلامي محکمه دارالقضاء جوړه کړي.
په درېم جون ۲۰۰۹م کې پوځ صوفي محمد د کوز دیر اماندرې سیمې څخه ونیولو اؤ هغه یې په پولیس تاڼه د برید، د ریاست په ضد د سازش اؤ ترهګرو دپاره د پیسو راټولولو په جرمونو کې د پېښور مرکزي زندان ته واچولو.
خو د کال ۲۰۱۸ په اتمه جنورۍ د پېښور ایالتي محکمې د هغه د ضمانت خواست ومنلو او بيا د زندان څخه خوشی کړی شوی ؤ.
وروستو دپاکستان امنيتي ځواکونو په ٢٦مه جولا ئي کال ٢٠٠٩م کې صوفي محمد دخپلو دريوؤ ځامنو سره دپيښور دسټي ټاؤن څخه نيولى ؤ.
صوفي محمد د سوات د طالبانو د وژل شوي مشر فضل الله سخر ؤ، او د صوفي محمد د بند په مهال ملا فضل الله دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشري په غاړه لرله.
صوفي محمد د خېبرپښتونخوا د دير په مېدان سيمه کې زيږيدلى او وروستو يې د صوابۍ دپنج پير سيمې څخه مذهبي تعليم ترلاسه کړى ؤ.
په کال ١٩٨٠ء کې صوفي محمد د پاکستان په يو مذهبي ګوند جماعت اسلامي کې فعاله برخه لرله، خو وروستو ١٩٩٢ء کې هغه ددغه ګوند څخه لارې بيلې کړې او د تحريک نفاذ شريعت محمدي بنياد يې کيښودو.