د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د واشنګټن د سفر په مهال هلته احتجاجي مظاهرې شوي د پښتون ژغورځنګ د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتنې شوي دي، مظاهره چيانو ځینې نورې غوښتنې هم کولې.
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د واشنګټن د سفر په مهال کېپټل ون ارينا کې د پاکستانيانو يوې لويې غونډې ته وينا کړې چې پکې يې په ملک کې په روانو حالاتو او په خصوصي توګه د احتساب په عمل خبرې کړې دي.
په دغه مهال د کېپټل ون ارينا مخې ته ځيني خلک راغونډ شوي وو او په لاسونو کې ئې بېنرې او پوسټرې نيولې وې چې پرې د پارليمان د غړو او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو محسن داوړ او علي وزير د خوشي کولو غوښتنې ليکلې شوې وې. دوي غوښتنه کوله چې د جنوبي او شمالي وزيرستان نه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي دې له زندانه خوشي کړې شي.
په محسن داوړ او علي وزیر د ۲۶م مې د خړ کمر په چيک پوسته د بريد ،او وروسته د جون په مياشت کې په خړ کمر کې په يو پوځي ګاډي د چاؤدنې تورونه دي.
علي وزير د دغه پېښې وروستو سمدستي نيول شوی وو او محسن داوړ بيا د مۍ په ۳۰مه ګرفتاري ورکړې وه او له هغې وروستو دوي په زندان کې دي.
د کېپټل ون ارينا مخې ته راټول شوي ځيني کسانو بيا د پخواني وزيراعظم نوازشريف د خوشې کولو پوسټرې هم په لاسونو کې نيولې وې او دا شعارونه يې وهل چې ګو نيازي ګو، ګو عمران ګو .
په دغه مهال په ځيني پوسټرو ليکل شوي وو چې په پاکستان کې دې حقيقي جمهوريت راوستی شي او ميډيا دې ازاده کړې شي.
دا مظاهرې په داسې مهال شوي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په کېپټل ون ارينا کې د امريکا مېشتو پاکستانيانو يوې لويې غونډې ته وينا کړې ده.
په خپله وينا کې عمران خان خپله هغه خبره تکرار کړې چې د مدينې رياست د دوي مرام دی چرته چې به د مالداره او غريب لپاره يو قانون وي.
د احتساب په اړه عمران خان وويل چې دوي به د چا په فشار کې نه راځي او بې له کوم توپيره به د احتساب لړۍ روانه وي. هغه وويل چې په ملک کې د يو نصاب راوستلو هڅې هم روانې دي او په مدرسو کې سبق ويونکي ماشومان به هم په قامي بهير کې شاملوي.
وزيراعظم عمران خان دا وخت د امريکا په دوره دی چې ورسره د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه هم مل دی.
دوي به د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ سره هم ليده کاته کوي چې پکې به د عمران خان سره سره د جنرل قمرجاوېد باجوه هم موجود وي.
د پوځ وياند مېجرجنرل اصف غفور ويلي چې د پوځ مشر به د وايټ هاؤس د ملاقات وروستو د پېنټاګون دوره هم کوي.
د يادونې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ټاکل کېدو وروستو د امريکې دا لومړۍ دوره ده.