لاس رسیدونکی لینک

 
فرحان یوسفزی افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو
تازه خبر

فرحان یوسفزی افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو


دکرکټ دنړیوال جام دسیالیو پائ ته له رسیدو وروسته دافغانستان دکرکټ بورډ په اداره کې دبدلونونو لړۍ دوامداره ده او نن د ولسمشر اشرف غني دځانګړي فرمان پراساس فرحان یوسفزی د کرکټ بورډ دعمومي رئیس په توګه ګمارل شوی دی.

ترې وړاندې هم پنځوس اووریز نړیوال جام دسیالیو دپیل څخه دمخه دافغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې بدلونونه راوستل شوي وؤ او دلوبډلې مشري له اصغر افغان څخه ګلبدین نایب ته ورکړل شوې وه خو یاده لوبډله په دې ونه توانیده چې په دې سیالو کې کومه لاسته راوړنه ولري.

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دنړیوال جام په سیالوکې خپلې ټولې نهه لوبې بائللې وې چې دې کار دکرکټ دافغان مینه والو پراخه غبرګونه راوپارول او دکرکټ په اداره کې یې د ټولنیزو رسنیو دلارې بدلونونو غوښتنه پیل کړې وه.

دنړیوال جام سیالیو څخه دافغان کرکټ لوبډلې دتش لاس ستنیدو وروسته په لوبډله کې یوځل بیا تغیرات راوستل شول او راشد خان ارمان د ګلبدین نائب پځائ وټاکل شو.

دافغانستان کرکټ بورډ پخوانی مشرعزیزالله فضلي چې اوس یې پرځای د ولسمشر دحکم پراساس فرحان یوسفزی انتخاب شوی ویلي وؤ چې دکرکټ په اداره او په لوبډله کې دا بدلونونه د دې لپاره راوستل شوي دي چې لوبډله او اداره کې بشپړ اصلاحات رامنځته شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG