لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیار خان شوکت یوسفزي ته دهغه په تورونو د۱۰کروړو روپو دتاوان نوټس ورکړو خو شوکت څه وایي ؟


دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته دهغه تورونو پسر د ۱۰ؤ کروړو روپو د تاوان قانوني نوټس لیږلی چې ویلي یې وؤ اسفندیار ولي خان دپښتنو دسرونو سودا په ۲۵میلیونه ډالرو کړې وه.

خو شوکت یوسفزی وایي چې دغه تور په اسفندیار ولي هغه نه بلکې دعوامي نیشنل ګوند یو مهم مشر ارواښاد اعظم هوتي لګولی ؤ اؤ هغه چمتو دی چې عدالت کې د اسفندیار ولي خان د نوټس ځواب ورکړي.

څو ورځې وړاندې دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي تور لګولی ؤ چې اسفندیار ولي خان ځانته د پښتنو دحقونو علمبردار وایي خو هغه پخپل حکومت کې دپښتنو دسرونو سودا په ۲۵میلیونه ډالرو کړې وه.

دشوکت یوسفزئ په دې تورونو عوامي نیشنل ګوند سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ تیره ورځ په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ای این پي پارلیماني مشر سردارحسین بابک په یو ویډیو پیغام کې ویلي وؤ چې شوکت یوسفزئ پرته له ثبوتونو په اسفندیار ولي خان کوم تورونه لګولي هغوئ به ددې تورونو سپیناوی په عدالت کې غواړي.

دچهارشنبې په ورځ د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د مشرقانون پوهه عبداللطیف اپریدي په لاس دصوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته قانوني نوټس لیږلی اؤ هغه نه یې دلګول شوؤ تورونو سپیناوی غوښتی دی.

په دغه قانوني نوټس کې شوکت یوسفزئ ته ویل شوي چې که په دوؤ اوونیو کې یې پخپلو لګول شوؤ تورونو بخښنه ونه غوښته نو محکمه کې به پرې د ۱۰کروړه روپو د تاوان اؤ دسپکاوي مقدمه سورولی شي.

نوټس کې ویل شوي چې اسفندیار ولي خان د عبدالولي خان زوئ اؤ دباچا خان لمسی دی اؤ ددې ترڅنګ دپارلیمان غړی هم پاتې شوی اؤ دهغه په هکله چې شوکت یوسفزي کومه ژبه کارولې ده په دې داسفندیار ولي خان شخصیت ته ضربه رسیدلې ده.

وائس اف امریکه ډیوه چې کله ددې قانوني نوټس په اړه د شوکت یوسفزئ سره تماس ونیولو نو هغه وویل اسفندیار ولي خان یو سیاسي مشر اؤ دهغه دپاره د درناوي وړ شخصیت دی خو په هغه دا تورونه ده نه بلکې د ای این پي یو ستر مشر ارواښاد اعظم هوتي پخپل ژوند لګولي وؤ چې هغه اوس هم په ریکارډ‌ شته.

اعظم هوتي چې داسفندیار ولي خان ماما اؤ ای این پي یو مهم مشر ؤ دخپل ژوند په وروستیو شپو ورځو کې یې ای این پي سره داختلافاتو پیدا کیدو نه وروسته دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال تور لګولی ؤ چې اسفندیار ولي خان امریکا سره دپښتنو د سر سودا په ۲۵میلیونه ډالرو کړې ده.

خو دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر سردارحسین بابک د شوکت یوسفزي په تورونو خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې اعظم هوتي که داسې څه تور لګولی ؤ هغه د ای این پي دکور خبره ده اؤ شوکت یوسفزی نه شي کولی چې پرته له کوم ثبوت دپښتنو په مشر داسې تورونه ولګوي.

خو ښاغلي شوکت یوسفزئ وویل اسفندیار ولي خان یو ولسي لیډر دی اؤ په هغه که دا رقم تورونه لګي نو دا دکور خبره هیچرې نه ده اؤ په دې به سیاسي میدان کې ضرور خبرې کیږي.

شوکت یوسفزئ زیاته کړه هغه پخپلو څرګندونو کې د اعظم هوتي نوم اخستی ؤ چې دا تور هغه لګولی خو که بیا هم عوامی نیشنل ګوند دا معامله عدالت ته وړي نو هغه چمتو دی چې عدالت کې دخپل دریځ څخه دفاع وکړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG