د امريکې په کنيکټيکټ رياست کې د دوېمې نړیوالې جګړې جنګي الوتکه غورځېدلې او لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي دي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په الوتکه کې د عملې سره ۱۳ تنه سواره وو.
ویل شوي د بي ۱۷ ساخت جوړه دا الوتکه د امریکا فضايي ځواک په دوېمه نړيواله جګړه کې د جرمني او جاپان پرضد کارولې وه.
د خبر ترمخه الوتکه سهار په لس بجې په برېډلې بېن هوايي اډه کوزېده او په دغه مهال غورځېدلې ده.
چارواکو ويلي په الوتکه کې لس مسافر او د عملې درې تنه سواره ؤ او دا الوتکه يوې غېر دولتي ادارې په کرایې اخيستې او کاروله يې.
چارواکو په خپله په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو کره شمېره نه ده ښودلې او ویلي يې دي د وژل شوؤ د پېژندګلو هڅه کوي.
چارواکو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي خو د الوتکې پايلټ د پرواز څو دقيقې وروسته ويلي ؤ ځينېې ستونزې لري.
راپورونه وايي د پایلټ او کنټرول ټاور ترمنځ خبرو کې ويل شوي چې پايلټ د انجن د فني خرابۍ ويلي او د الوتکې په سمدستي ډول د کوزېدو خبر يې ورکړی ؤ.