لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ریښتیا هم په طالبانو افغانستان کې اوربند دپاره فشار سېوا کړی؟


دافغان سولې دپاره دمذاکراتو هڅې یو ځل بیا چټک شوي اؤ کابل ته د امریکا ددفاع د وزیر د سفر ترڅنګ پاکستان هم په طالبانو د اوربند یا تاؤ تریخوالي راکمولو دپاره خپل فشار سیوا کړی دی.

دپاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې تیره میاشت اسلام اباد کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ دشوؤ خبرو څخه دباخبره سرچینو له قوله ویلي ،پاکستان په طالبانو ټینګار کړی چې یا خو دې د اوربند اعلان وکړي اؤ یا دې لږ تر لږه داړي ګړي اؤ تشد کچه راټیټه کړي.

خو دغه ورځپانه وایي چې طالبانو لا تراوسه پاکستان ته د اوربند یا دتشدد کمولو په اړوند بشپړه باور نه دی ورکړی خو امریکا اؤ طالبانو د باور پځائ کولو دپاره په ځېنو ګامونو متفق شوي دي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ مذاکراتو کې اساسي نکته هم د اوربند اؤ یا هم د تشدد د کچې راټيټولو وه خو هغه وایي” زه فکر نه کووم چې پاکستان به دې غرض دپاره طالبان دفشار لاندې نیولي وي”

ټربیون ورځپاڼې پخپل راپور کې لیکلي چې پاکستان په طالبانو ټينګار کړی چې که هغوئ امریکا سره دمذاکراتو بیا کولو دپاره په دې پړاؤ کې په څرګند ډول د اوربند اعلان نه شي کولی نو غیراعلانیه اوربند دې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې امریکه هم دپاکستان دې وړاندیز سره اتفاق کړی اؤ اؤ ویلي یې دي چې که چرې طالبان واشنګټن ته داسې کوم باور ورکړي نو هغوئ تیار دي چې طالبانو سره دسولې ودریدلې خبرې بیا پیل کړي

دافغانستان د۱۸کلنې جګړې پائ ته رسولو په خاطر دتیر کال راهسې قطر کې طالبانو سره روانې دسولې خبرې قابو دوه میاشتې وړاندې دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ وروسته له هغې ودرولې چې کابل کې په یو خونړي برید کې دیو امریکایي عسکر په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

خو تیره میاشت په اسلام اباد کې دملاعبدالغني بردار په مشرۍ قطر نه د راغلي دطالب پلاوي اؤ افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ یو ځل بیا لیدنې وشوې اؤ ځېړونکی طاهر خان وایي چې په دغو لیدنو کې داسلام اباد نه زلمي خلیلزاد ځان سره ښې هیلې اؤ‌ امیدونه واشنګټن ته وړي دي.

ښاغلی طاهر خان وایي کابل ته د امریکا ددفاع د وزیر اوسنی سفر اؤ ددې سفر په مهال دسولې په اړوند دهغه خبرې ډيرې مهمې دي.

هغه وویل دامریکا ددفاع وزیر نه یوازې دجګړې پایته رسولو دپاره دسولې خبره کړې بلکې افغانستان څخه یې دبهرنیو ځواکونو دشمیرې کمولو اشاره هم کړې ده، چې دا طالبانو دپاره مهم پیغامونه دي اؤ اوس به طالبانو ته هم ددې پیغامونو ځواب په مثبت انداز کې ورکول وي

کابل ته داتوار په ورځ دخپل سفر په مهال دامریکې ددفاع وزیر مارک اېسپر ویلي وؤ "زه هیله لرم چې مونږ به پرمختګ اوکړو او یو سیاسي لوظنامه به لاسلیک کړو، او هغه اهداف به ترلاسه کړو کوم چې مونږ یې غواړو."

طاهر خان وایي امریکا طالبانو سره خبرو اؤ سولې ته چمتو ده خو هغوئ غواړي چې دخبرو دپاره باید یو اساس هم په لاس کې ولري، اؤ اساس دادی چې افغانستان کې دې اوربند وشي اؤ که اوربند نه وي نو باید چې دتشدد کچه خو راټیټه شي

د طاهر خان په وینا “دا ډیره واضحه خبره ده چې یو خوا که افغانستان کې دجنګونو،مرګونو اؤ اړي ګړي لړۍ روانه وي اؤ بلخوا امریکا طالبانو سره دسولې تړون کوي یا خپل پوځونه دافغانستان څخه وباسي نو دامریکا دصدر ډانلډ ټرمپ څخه به هم خلک پوښتنه کوي چې دکوم بدلون په اساس تاسو طالبانو سره روغه وکړه؟”

هغه وویل همدغه وجه ده چې امریکا طالبانو نه اوربند غواړي اؤ طالبان که اوربند ته غاړه نه ږدي نو دتشدد کچه به ورته ارو مرو راټیټول وي ترڅو دسولې تړون ته لاره هواره شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG