لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د پي ټي آی احتجاج: د امنیتي عسکرو د وژل کېدو وروسته پوځ رابلل شوی


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاج په وخت د څلور رېنجرز او دوه پوليس اهلکارو د وژل کېدو وروسته د امن او امان د بحالۍ دپاره پوځ رابلل شوی دى. دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو [رېډيو پاکستان] ورکړی دی.

د خبر ترمخه، د اسلام اباد په سرينګر هايي وی د پي ټي آی د احتجاج په وخت شرخوښو د رېنجرز ځواک په اهلکارو ګاډی ورخېژولی، په نتيجه کې یې څلور رېنجرز سرتيري وژل شوي، پينځه رېنجرز او څو پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

ويل شوي، په چونګي نمبر 26م باندې شرخوښو په وسله او ګټو باندې په رېنجرز اهلکارو ډزې او ګوزارونه کړي دي.

په خبر کې ويل شوي، د امن او امان د بحالۍ دپاره د آئين د 245 مادې لاندې پوځ بلل شوی او د شرخوښو په ليدو د هغو د ويشتو ښکاره احکامات ورته ورکړل شوي دي.

د آرټيکل 245 ترمخه که ملک ته د جارحيت يا جګړې خطر وي يا د امن او امان صورتحال وي نو د وفاقي حکومت په امر د يو ښار، صوبې يا يوې سيمې د امنيت انتظام پوځ په خپله غاړه اخلی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند هم دعوه کړې، حکومت په ارادې سره حالات خرابولو پله بيايي، د پي ټي آی کارکنان پرامنه دي، او د دوه ورځو د شيلنګ وروسته پرې ګولۍ ورول شوي، او ګڼ کارکنان یې ژوبل کړل شوي دي.

د رپوټونو ترمخه تر دې مهاله د شرخوښو لخوا په قانون نافذونکو ادارو بريدونو کې درې رينجرز، او دوه پوليس عسکر وژل شوي دي.

پاکستاني مطبوعاتو د امنيتي سرچينو له قوله ویلي تر اوسه د سلو نه زيات پوليس زخمیان شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، قافلې اسلام اباد ته داخلې شوي او په سرينګر هایي وی پرې پوليس شيلنګ کوي، پاکستاني مطبوعات وايي، د پوليس او پي ټي آی د کارکنانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د قافلو مشري کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي پي ټي آی ته د په سنګجاني کې د احتجاج وړانديز کړی، او ويلي يې دي، که پي ټي آی د دغه ځای دپاره خواست وکړي نو انتظامیه به ورته اجازت ورکړي.

هغه ويلي، پي ټي آی ته به په ډي چوک کله هم د احتجاج اجازت ور نه کړل شي.

هغه ويلي وو، پوځ هم رابللی شي او کرفيو هم لګولی شي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو دوی د اتوار په ورځ اسلام اباد ته نه وو رسېدلي.

پي ټي آی د خپلو غوښتنو د منظورۍ دپاره د اسلام اباد په ډي چوک کې پرلت ورکول غواړي. پي ټي آی د خپل باني مشر عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو خوشي کول، دویمه د 26م اییني بدلون د ختمولو او درېمه په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کوي.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه د ګل،دوشنبې په ورځ د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ شوو مذاکراتو لومړۍ پړاو بغیر د څه نتیجې ختم شوی دی، او تحریک انصاف د پخواني وزیراعظم عمران خان د سمدستي خلاصون په خپلې مطالبې ولاړ دی.

د ګل په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په احتجاج کوونکو غږ کړی وو چې په سوله ییز توګه احتجاج وکړي او تشدد نه دې ډډه وکړي. د دې تر څنګ هغه د پاکستاني چارواکو نه هم غوښتنه کړې وه چې د بشري حقونو او بنیادي ازادیو درناوی دې وکړي.

د اسلام اباد کمشنر ویلي، اسلام اباد کې به نن په 26م نومبر هم سرکاري او شخصي تعليمي ادارې تړلې پرتې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG