لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نیویارک‌ کې د موټرو د ګڼې ګوڼې کمولو دپاره مالبردار سایکلونه پیل شول


نیویارک ـــ د امریکې د نیویارک ښار انتظامیې یو داسی پروګرام پیل کړی چې په بنیاد به یې د ښار د رش او ګڼې ګوڼې په ځایونو کې اوس د مال بردار ټرکونو پر ځای په بېټرۍ چلېدونکي الیکټرک یا برېښنایي سایکلونه چلېږي. د دې پروګرام مقصد د ښار په وړو کوڅو کې د موټر ګاډو ګڼه ګوڼه کمول دي.

د ښار مېر بل دي بلازیو وایي د دې پروګرام په نتیجه کې به د ښار په ډېرو مصروفه برخو کې د موټر ګاډو ګڼه ګوڼه کمه شي چې وایي دا به د چاپېریال د ککړتیا په کمولو کې هم مرسته وکړي.

د ښار انتظامیې دا شپږ میاشتنی اوږد پروګرام له امازون، ډي ایچ ایل او فیډ ایکس تجارتي کمپنیو سره په شراکت شروع کړی دی.

د دې پروګرام په بنیاد به د ښار په مهمه او د کاروبار دپاره مشهوره برخه لوور مینهېټن کې 100 د مال بردارۍ ځانګړو سایکلونو ته سامان وېشلو اجازه وي.

په نیویارک ښار کې هره ورځ قریباً دوه میلیونه پارسل امازون، ډي ایچ ایل، فیډ ایکس او یو شمېر نورې کمپنۍ د پارسلو په صورت کې سامان تقسیموي. د دغو کمپنیو د سامان تقسیمولو دپاره لسګونه واړه او لوی ټرکونه استعمالیږي. د یو پي ایس کمپنۍ په وینا د 6400 ټرکونو په ذریعه په ښار کې هره ورځ د څلور لکو نه زیات پارسل وېشل کېږي.

د یونیورسټي آف واشنګټن اربن فریټ لیب نومې ادارې سږ کال په خپل یوه جایزه رپورټ کې ویلي چې یو ټرک په یو وخت څلور سوه پارسل وړلای او وېشلای شي. د دې په مقابله کې د مالبردارۍ دپاره یو سایکل ګاډی په یو وخت د څلوېښت پارسلو د وړلو صلاحیت لري، خو سایکل ګاډي په سایز کې واړه وي، زیات ځای نه نیسي او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ډېر په اسانه سامان تقسیمولای شي، چې له کبله یې د سامان په تقسیم باندې خرچه هم ډېره کمه راځي او فضایي الودګي هم نه پیدا کیږي.

مالبردار سایکلونه.
مالبردار سایکلونه.

ډی ایچ ایل د سامان تقسیمولو دپاره سایکل ګاډي په اروپایي هېواد هالېنډ کې په 2015م کال کې پیل کړي وو. دا وخت دا کمپنۍ په جرمني، بلجیم، هانګ کانګ او سنګاپور کې د سامان تقسیمولو دپاره سایکل ګاډي استعمالوي.

په نیویارک کې د سامان دپاره د سایکل او پیاده قاصدانو استعمال څه نوې خبره نه ده، د ښار زرګونه هوټلان او ریسټورانونه خپلو ګاهکانو ته خوراک پیاده او د سایکلو په ذریعه رسوي. د خوراک رسولو دې نظام زرګونو خلکو ته روزګار ورکړی دی.

د ښار د انتظامیې په وینا د سایکلو په ذریعه د مال بردارۍ په دې پروګرام کې امازون، فیډایکس او ډي ایچ ایل نه علاوه نورې کمپنۍ هم برخه اخیستی شي.

په نیویارک ښار کې د سایکلو د استعمال زیاتولو دپاره د مقامي حکومت د ښار په بېلابېلو برخو کې په سړکونو باندې د سایکلو د ټرېفک دپاره ځانګړې لارې جوړې کړې دي چې خلک په سایکلو په خوندي ډول سفر کولای شي. د دغو ځانګړو لارو اوږدوالی 1350 میله ښودل کېږي.

د سټي بایک یا ښاري سایکل په نوم یادېدونکي یو ‌سرکاري پروګرام کې 6000 سایکلونه په مینهېټن او بروکلین کې په سلګونو سټېشنونو کې څو کاله مخکې پرانیستل شول چې اوس سیلانیان ډېر په اسانه سایکل په کرایه را نیوی شي او د استعمال نه پس د ښار په هر سټېشن کې پرېښودل کېدای شي.

د سټي بایک کمپنۍ په وینا له دغو سایکلونو هره ورځ تقریبا پینځوس زره 50000 خلک استفاده کوي.

د مالبردار سایکلو د دغه نوي پروګرام د کامیابېدو په نتیجه کې به د ښار په څه برخو کې په سړکونو د موټرګاډو ځای سایکلونه واخلي. د ښار انتظامیې د دغو سایکلونو د رفتار حد دوولس میله في ساعت ټاکلی دی او د یو نوي قانون په بنیاد دغه سایکلونه د ښار په کوڅو او سړکونو پرېښودل غیرقانوني دی. دغه سایکلونه به هره شپه په ځانګړو ځایونو کې ساتل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG