د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د پوليو د خورېدو د مخنيوي په لړ کې د افغانستان سره په پوله ځانګړي اقداما ت کوو.
نوموړي دغه خبره د روټري انټرنيشنل د مشر هولګرناک په مشرۍ د لوړي پوړي پلاوي سره د ليدو په مهال کړې ده.
پاکستاني چارواکو د روټري انټرنيشنل پلاوي ته په پاکستان کې د پوليو په اړوند احوال تېر کړی او وزيراعظم ويلي د پوليو ختمول يې د حکومت لمړيتوب دی.
پاکستان د افغانستان سره په پوله د پوليو د خورېدو څخه د مخنيوي د اقداماتو خبره په داسې حال کې کړې چې خپله په پاکستان کې تېر کال په (۲۰۱۹) کې د پوليو ۱۴۴ پېښې مخې ته راغلې وې.
او په افغانستان کې تېر کال د پوليو ۲۹ پېښې رپوټ شوې وې.
په پاکستان کې روان کال (۲۰۲۰) کې تراوسه پورې د پوليو اته پېښې رپوټ شوي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن په پوله د تګ راتګ په وخت د تېر يو کال راهسې د ټول عمر خلکو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
خو د پاکستان وزيراعظم دا نه ده په ډاګه کړې چې د افغانستان سره په پوله د پوليو د مخنيوي په لړ کې کوم ډول اقدامات کوي.
خو له دې وړاندې دواړو هېوادونو دا پرېکړه کړې چې په دواړو هېوادونو کې به د پوليو ضد کمپاين په يو وخت کيږي دا ځکه چې په پوله د اوړېدو راوړېدو په وخت څوک هم د څاڅکو پاتې نه شي.