د پاکستان د نورو ښارونو غوندې د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو ښارونو کې هم د مورنیو ژبو ورځ لمانځل شوې ده. په کوټه کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، پښتو اکېډمۍ او پښتانه مترقي لیکوال ټولنې د مورنیو ژبو ورځو په بېلابېلو غونډو کې لمانځلې ده.