دافغانستان د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو ته دپاکستان څخه دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران اؤ دمرکزي پارلیمان غړي ښاغلی محسن داوړ اؤ ښاغلی علي وزیر هم دافغان حکومت لخوا کابل ته بلل شوي دي.
محسن داوړ وایي دافغان دولت بلنه هغه اؤ علي وزیر ته رسیدلې ده اؤ که دپاکستان ریاست یې مخه ونه نیوله نو هغوئ به د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو کې دبرخې اخستلو دپاره خامخا کابل ته ځي.
په پاکستان کې دافغانستان دسفارت په لاس محسن داوړ ته لیږل شوې بلنه کې ویل شوي چې د ولسمشر دلوړې مراسمو کې “ستاسو ګډون د دواړو لورو د خلکو اؤ قامونو ترمنځ داړیکو دلاپیاوړتیا اؤ زمونږ دخوښې سبب ګرځي”
دبلنلیک له مخې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه کابل کې ترسره کیدونکي دي.
د پي ټي ایم مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي امریکا غږ ډيوه ته ویلي دهغه ترڅنګ دا بلنه دپي ټي ایم بل مخکښ مشرعلي وزیر ته هم ورکړل شوې ده اؤ دوئ پخه اراده لري چې د ولسمشر دلوړې مراسمو کې ګډون وکړي.
دعلي وزیر اؤ محسن داوړ نومونه دپاکستان دکورنیو چارو د وزارت له لوري دسفري بندیزونو نوملړ ته اچول شوي دي اؤ دپاکستان دقانون له مخې هغوئ دهیواده بهر تګ نه شي کولی.
محسن داوړ وایي “سفري بندیزونه شته خو په پاکستان کې ورته د افغانستان سفارت ویلي چې هغوئ پر دې بلنو دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت هم خبر کړی دی”
نو موړي وویل “مونږ به له خپله اړخه بشپړ هڅه وکړو چې دې مراسمو کې برخه واخلو اؤ بیا که ریاست کابل ته له تګ نه منعې کولو نو هغې سره به په هغه وخت ګورو”
دمحسن داوړ نه مو دا هم وپوښتل چې ایا دا بلنې یوازې هغه اؤ علي وزیر ته ورکړل شوي که نه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم کابل ته بلل شوی خو هغه په دغه پوښتنه غلی پاتې شو.
دافغانستان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د منظور پشتین په پاکستان کې نیول کیدل دخپل یو ټوئټ دلارې غندلي وؤ چې دپاکستان حکومت دا پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.