لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې دتړون په اساس باید اشرف غني طالب بندیان خوشې کړي،دپاکستان غوښتنه


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغانستان په ولسمشر اشرف غني ټینګار کړی چې دسولې دتړون په اساس باید دهیواد ګټې په نظر کې ونیسي اؤ طالب بندیان له بنده خوشې کړي.

دنهې په ورځ‌دپاکستان یو شخصي ټيلي وژن سره خبرو کې شاه محمود قریشي ویلي دبندیانو تبادله د سولې په تړون کې شته اؤ اؤ بندیان به په یو اړخیز ډول له بنده نه خوشې کیږي بلکې دواړه خواوې به یې خوشې کوي.

خو تر دې دوه ورځې وړاندې دافغانستان ولسمشر اشرف غني کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وؤ "د پينځه زره طالب بنديوانو د خوشي کولو په اړه هيڅ ژمنه نه لري او دغه خبره يې وار په وار د ډاکټر خليلزاد سره روښانه کړې ده"

داشرف غني لخوا دطالب بندیانو دخوشې کولو څخه دانکار په غبرګون کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ویلي د دوحې د سولې تړون یو ستر پرمختګ دی اؤ دا فرصت باید ونه بائلل شي.

شاه محمود قریشي وایي د دوحې تړون وړومبی ګام ؤ اؤ راتلونکی ګام بین الافغاني مذاکرات دي اؤ دې دپاره د افغان مشرتابه مسولیت جوړیږي چې هغوئ یوه ښه زمینه مساعده کړي ترڅو خبرې پر وړاندې لاړشي اؤ د ټولو خواؤ په یو بل باور پیاوړی شي.

هغه وویل اشرف غني اؤ‌ طالبان دواړه باید خپلې سینې پراخه کړي اؤ داکار اسان هم نه دی خو که چرې داسې ونکړل شي نو زیان به یې افغانستان اؤ افغان ولس ته وي.

هغه وویل شل کاله جګړه وشوه اؤ هر څوک په دې پوهیږي چې دجګړې دلارې شخړه نه هواریږي اوس به ټولو خواؤ ته دیو بل پر وړاندې نرمښت ښودل وي .

هغه وویل پاکستان سولې ته یو ښه چاپیریال خو پیدا کړو خو اوس به نورې فیصلې افغان مشرتابه ته کول وي.

هغه وویل دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ شوي تړون کې دا خبره شامله ده چې دبندیانو تبادله به کیږي خو که اشرف غني په دې نیوکه لري نو پکار ده چې هغه له امریکا سپیناوی وغواړي.

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ په ۲۹مه فرورۍ په دوحه کې دسولې تړون لاسلیک شوی ؤ چې ددغه تړون په سبا دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ اشرف غني وويل د طالب بنديوانو د خوشي کولو په اړه د امریکا سره کومه ژمنه نه لري البته امريکا په دغه لړ کې اسانتياوې برابرولی شي.

امریکا لا په دې اړوند په رسمي ډول سپیناوی نه دی کړی چې افغان دولت به دسولې دتړون په اساس طالب بندیان له بنده خوشې کوي که نه ؟خو د پينځه زره طالبانو د خوشي کولو په اړه اشرف غني واضحه کړې ده چې "دا مسله د خبرو ايجنډا کېدی شي خو مخکې شرط نه شي کېدی"

دپاکستان لخوا دطالب بندیانو دخوشې کولو په غوښتنه په سمدستي توګه افغان دولت خپل غبرګون نه دی ښودلی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG