لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتورخم اؤ چمن پولو په وروستۍ ورځ په زرګونو افغانان افغانستان ته اوښتي دي


دافغانستان سره لګیدلې دپاکستان دچمن په پوله هم د تورخم دپولې په څېر نن(زیارت) په څلورمه ورځ په زرګونو هغه افغانان خپل هیواد ته اوښتي دي چې دکرونا وائروسو له امله پاکستان کې دلارو تړل کیدو له امله بند پاتې شوي وؤ.

دا په زرګونو افغانان پاکستان ته په ویزو راغلي وؤ خو کله چې پاکستان افغانستان سره خپلې پولې دکرونا وائروسو له امله وتړلې نو دا په زرګونو افغانان پاکستان کې بند پاتې شو.

روانه اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې په ټوئټر لیکلي وؤ پاکستان دشپږم نه تر نهم اپریل دافغانستان په ځانګړې غوښتنه پاکستان کې ایسار پاتې شوؤ ټولو افغانانو ته په تورخم اؤ چمن پولو خپل هیواد ته د اوښتو اجازه ورکوي.

دپاکستان ددغه اجازې وروسته نن په څلورمه ورځ په زرګونو افغانان دتورخم ا‌ؤ چمن پولو دلارې خپل هیواد ته اوښتي دي،

دچمن څخه د وي او ای ډیوه دخبریال نعمت الله سرحدي له مخې نن ورځ هم د تجارت په مخ بنده پاتې وه او هر رقم سوداګریز فعالیتونه پرځائ ولاړ وؤ .

په چمن اؤ تورخم پولو د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دتجارتي فعالیتونو پیل کولو په غرض تیره اوونۍ دافغانستان اؤ پاکستان دپوځي چارواکو لخوا په ګډه دميکانزم جوړولو دپاره فليګ ميټنګ شوی ؤ.

ددغه غونډې دپرېکړې په اساس وروسته د کورنیو چارو وزارت د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دګډې پولې دخلاصولو پرېکړه کړې وه خو پاکستان واضحه کړې وه چې په ګډه پوله به یوازې دپاکستان څخه افغانان خپل هیواد ته اوښتی شي اؤ له هغې غاړې به هیڅوک پاکستان ته نه راپرېښودل کیږي.

ددې ترڅنګ پاکستان دا پرېکړه هم کړې ده چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ به دتجارت د دوام په خاطر ګډه پوله په اوونۍ کې درې ورځې خلاصه ساتي.

د ملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار دشمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې څه دپاسه ۱۴لکه افغان کډوال میشت دي خو ددې ترڅنګ داسې په لکونو نور کډوال هم دلته استوګنه لري چې هغوئ داستوګنې دپاره هیڅ رقم اسناد نه لري

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG