واشنګټن – د ترکیې یوه محکمه به په ۲۰۱۸ کال کې د جمال خاشقجي په وژنه کې د ښکېلو ۲۰ سعوديانو لپاره د جولای په دریمه نېټه قضیه پرانیزي او د خاشقجي کوژدنه هیله څرګندوي چې پېښه به لا روښانه او وه به موندل شي چې د هغه مړی یې چېرې پټ کړی وو.
د استانبول د څارنوالانو لخوا په دې جوړه شوې قضیه کې د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر احمد النصر او د شاهي محکمې په پخواني سلاکار سعود القحتاني باندې د قاشجي د وژلو د پلان جوړولو تور پورې شوی.
څارنوالان وايي، په پېښه کې ټولو ۱۸ ښکېلو کسانو قاشجي په خپک کولو سره وژلی دی.
خاشقجي د سعودي په ولیعهد محمد بن سلمان باندې یو له ډېرو سختو انتقاد کونکو څخه وو.
د ټولو ۲۰ واړه ښکېل کسانو په وړاندې به د هغوی په نه شتون کې محاکمه مخې ته وړل کېږي.
په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د ۲۰۱۸ کال د دغې پېښې له امله د انقرې او ریاض ترمنځ اړیکې زیانمنې شوي او هم ورسره د ولیعهد محمد بن سلمان نړیوال انځور ته زیان رسېدلی.
د لویدیځ ځینو حکومتونو د امریکا د استخباراتي شبکې سي آی اې په ګډون ویلي، چې دوی باور لري چې چې ددغې وژنې حکم محمد بن سلمان ورکړی خو تورن سعودي چارواکي دا ردوي.
خاشقجي د وروستي ځل لپاره هغه مهال لیدل شوی چې د خپل واده د اسنادو د برابرولو لپاره کونسلګرۍ ته ننوځي.
ترکي چارواکي وايي، د هغه مړی ټوټه ټوټه شوی او له ودانۍ څخه وېستل شوی دی. د هغه د بدن ټوټې نه دې موندل شوي.
د خاشقجي کوژدنې هاتیچي چنګېز رویټرز ته ویلي دي، "زه هیله لرم چې په ترکیه کې به دې جرمي پېښه کې دا روښانه شي چې د جمال مړی چېرې دی او د وژونونکو په وړاندې به شواهد روښانه شي."
کله چې په ملګروملتونو کې د سعودي عرب له سفیر څخه وپوښتل شول چې ایا هېواد به یې د ترکیې له محکمې سره ددې پېښې په اړه مرسته وکړي نو عبدالله موالمي خبریالانو ته وویل، "ریاض له انقرې څخه وغوښتل چې د سعودي له پلټونکو سره شواهد شریک کړي خو هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ."
د خاشقجي د وژنې له امله د سعودي عربستان یوې محکمې په ډیسمبر کې پنځه کسان په مرګ او درې نور په زندان باندې محکوم کړل.
د خاشقجي کورنۍ وروسته وویل، چې دوی وژونکي وبخښل خو مېرمن چنګېز وویل، نه محکمې او نه هم بخښل په قانوني توګه شوي.
"هېڅوک هم په سعودي عربستان کې د شوې محکمې ته د قانوني محکمې په سترګه ګوري. دا په پټه شوې او د محاکمه شویو کسانو نومونه نه دي یاد شوي."
ترکیې د سعودي عربستان چارواکي په دې تورن کړي دي چې د پلټنو مخه نیسي خو ریاض په وار وار ویلي، چې د استانبول پلټونکو د دوی لخوا د معلوماتو د شریکولو وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.
ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې لپاره د حکم ورکول رد کړي دي خو ویلي یې دي چې دی د هېواد د مشر په توګه بشپړ مسولیت لري.
سعودي عربستان په لومړي سر کې د خاشقجي په وژن کې لاس درلودل رد کړي وو خو وروسته یې بیا دریځ څو ځله بدل شو.