د چمن او سپين بولدک تر منځ لاره چې نن سهار به د پاکستان له خوا پرانیستل کېده خو له سهاره بنده وه چې يواځې د چمن غاړې ته په سلګونو افغانان بند پاته وو، له دوی سره ماشومان، ښځې او ناروغان هم دي چې پر چمن پوله په سخته ګرمي کې د پولې خلاسېدو په انتظار وو.
دوی ته نه د څښلو د اوبو بندوبست وو او نه خوراک خو هلته د سرحدي ملېشه ځواکونو سیمه ییز مشر وایي تر څو د پولې خلاسېدو دپاره ناست پرلت نه وي ختم شوی دغه پوله به بنده وي.