د پاکستان سپريم کورټ د واکمنه تحریک انصاف ګوند د وکیلانو په غونډه کې د ګډون په سر وزیراعظم عمران خان ته نوټس ورکړی دی.
د سپريم کورټ د دوه کسيزه ججانو ډلې د پنجاب صوبې د ځمکو د يوې قضيې په اورېدنه کې جسټس قاضي فايز عيسا ويلي، عمران خان د يو ګوند وزیراعظم نه بلکې د ملک وزيراعظم دی.
نوموړي جج ويلي وزیراعظم څنګه ریاستي وسيلي غلطې کارولی شي دا د بنيادي حقونو سره تړلې خبره ده.
ښاغلي فايز عيسا ویلي دغه معامله چيف جسټس ته ليږي چې د دې اورېدنې دپاره ځانګړی بنچ جوړ کړي.
وزيراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف وکيلانو [انصاف لايرز فورم] غونډې ته وېنا کړې او په پخواني وزیراعظم نواز شريف يې سخت ټکونه کړي وو.
هغه ويلي ؤ نوازشریف د هند بيانیې ته وده ورکوي، عمران خان د مخالفه ګوندونو په اړه هم خبرې کړې وې.
عمران خان ته د نوټس ورکولو په اړه د سپريم کورټ د وکيلانو د اتحاديې پخوانی مشر او قانون پوهه کامران مرتضی وايي دا په ځای ګام دی.
وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د سرکاري وسايلو د استعمالولو تپوس پکار دی او عمران خان د يوې پارټۍ نه، د ملک وزیراعظم دی.
عدالت د وزیراعظم په غونډه کې د ګډون په سر د مرکزي حکومت او پنجاب صوبې څارنوالانو ته هم نوټسې ورکړي دي.