لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تربت کې د ملېشه ځواکونو پر قافله نن بیا برید شوی، یو عسکر وژل شوی او شپږ ټپیان


کوټه ــــ د بلوچستان په تربت سيمه کې يو وار بيا د ملېشه ځواکونو پر قافله وسلوال بريد شوی، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده. دا په بلوچستان کې پر ملېشه ځواکونو دویم برید دی چې په څلرویشت ګنټو کې شوی دی.

د تربت د لېويز يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وويل په ګور کوپ سيمه کې پر ايف سي ځواک په وسلوال بري کې د ځواک يو لانس نايک وژل شوی او د يوه هوالدار په ګډون شپږ سرتېري ټپيان شوي دي.

لېویز چارواکی وایي د مړي جسد او ټپيان يې د درملنې لپاره په هيلي کاپټر کې تربت ته وړي دي.
د تربت د وسلوال بريد زمه واري کوم تنظيم لا نه ده منلې.

د جمعې په ماښام په کوټه کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو له رسنیو سره په خبرو کې د تربت پېښه تایید کړه او ويې ويل په پيښه خبر دی خو د هغه په خبره د پيښې نور معلومات لا نه دي ورسره شريک شوي.

د داخله وزير ضيا لانګو په خبره د جمعې په ورځ د بلوچستان په ساحلي سيمه اورماړه کې د ايف سي ځواک پر قافله په وسلوال بريد کې د ايف سي اووه عسکر او د او جي ډي سي ايل (د تېلو او ګېسو د را ايستلو کمپنۍ) اووه کارکوونکي وژل شوي وو.

د دې بريد ذمه واري بلوچ بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيم براس پر غاړه اخيستې او دعوه یې کړې چې په دې برید کې یې شاوخوا پینځلس تنه وژلي دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو وويل د اورماړې له وسلوال بريد وروسته يې په اورماړه او شاه وخوا سيمو کې پر لويه کچه سرچ اپرېشن شروع کړی دی چې پکې بېلا بېل امنيتي ځواکونه او څارګرې ادارې برخه اخلي.

د يوه سوال په ځواب کې داخله وزير وويل، د بلوچستان په مکران ډويژن کې ځکه امنیتي ځواکونه هدف ګرځول شوي چې دوښمن قوتونه غواړي‌ د ګوادر روان کار متاثره شي.
ښاغلي ضيا لانګو تور ولګاوه چې په "بلوچستان کې د امنيت د خرابولو او ناقرارۍ لپاره هندوستان د وسلوالو تنظيمونو مرسته کوي او په کال کې 500 میلينه ډالر خرڅوي".

د 2019م کال په اپرېل میاشت کې هم وسلوالو د مکران پر ساحلي لار د بوزیټاپ په سیمه کې مسافر بسونه درولي وو او د هغوی د شناختي کارډونو تر کتلو وروسته یې 14 امنیتي عسکر وژلي وو،‌ چې ذمه واري یې د بلوچ راجي آجویي سنګر (براس) په نامه وسلوال تنظیم منلې وه.

د بلوچستان په مکران، تربت، پنجګور، ګوادر، اواران، ډېره بګټي او په نورو بلوڅ مېشتو سيمو کې وسلوال بېلتون غوښتونکي تنظیمونه بي ایل اې، بي آر اې او بي ایل ایف فعاله دي او وخت ناوخته د وسلوالو بريدونو پړه پر غاړه اخلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG