لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي ولې "جنوبي بلوچستان" اصطلاح کاروي: سياسي اعتراضونه او اختلافات


کوټه ــــ د پاکستان مرکزي حکومت "د جنوبي بلوچستان" د ترقۍ په نامه د 600 اربه روپیو د پېکیج اعلان کړی، دغه اعلان د پاکستان وزير اعظم عمران خان د 2020م کال د نومبر د مياشتې پر 13مه په تربت ښار کې وکړ،‌ د حکومت په خبره د دې پيکج پېسې به پر تعليم، روزګار، بجلۍ، کښت کرونده، صحت، امنيت، سړکونو او په سرحدي سيمو کې په کاروبار باندې لګوي.

په جنوبي بلوچستان پيکج کې د مکران او قلات ډيويژن نهه ضلعې لسبېله، ګوادر، اوران، پنجګور، تربت، خضدار، واشک، خاران او چاغي ضلعې شاملې دي.

د "جنوبي بلوچستان" اصطلاح اول چا او ولې کارولې؟

له 2019م کال راهیسې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پاکستان د پلان او پرمختیا وزير اسد عمر او نور حکومتي او پوځي چارواکي د "جنوبي بلوچستان" اصطلاح کاروي.

د بلوچستان د خزانې وزير ظهور بليدي وایي د عمران خان په مشرۍ د 2019م کال د جون په مياشت کې د مرکزي پرمختیايي کونسل (اين ډي سي) په نامه ديارلس کسيز کونسل جوړ کړل شوی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه هم د دې کونسل غړی وو.

د ظهور بليدي په خبره د "جنوبي بلوچستان" د پرمختګ د ځانګړي پېکج پلان هم د دې کونسل پريکړه وه. ښاغلي بلیدي زياته کړه چې اين ډي سي د "جنوبي بلوچستان" د شاته پاته سيمو د پرمختګ لپاره او د ملک له نورو پرمختللو سيمو سره د برابرۍ لپاره د دومره لوی پېکیج د ورکولو فيصله کړې ده.

وزیراعظم عمران خان په تربت کې وويل بلوچستان ته په تېرو حکومتونو کې توجه نه ده شوې ځکه بلوچستان تر شا پاتې دی. د "جنوبي بلوچستان" د پرمختګ پروګرام تر عنوان لاندې عمران خان د تربت پوهنتون د دويمې څانګې، دوه سوه بستریز روغتون، د هوشاب اوران ايم اېټ 146 کیلوميټره دوه رويه سړک د جوړولو تر څنګ د بلوچستان د زده کونکو لپاره د پنجاب په پوهنتونونو کې د سکالرشپ زياتولو اعلان هم وکړ.

د بلوڅ سياسي ګوندونو اختلاف:

د بلوچ ملتپاله ګوند نيشنل پارټۍ د مرکزي کمېټۍ غړی مختار چلګری وایي د دوی ګوند د بلوچستان د ترقۍ نه دی مخالف خو د بېلابېلا نومونو اخيستلو يې مخالف دی، هغه وويل دا ډېره ناپسنديده خبره ده چې يوه بلوچستان ته جنوبي، مغربي، شمالي، مشرقي نومونه ورکول کيږي، هغه وایي "دا سازش دی او دا موږ ته قبول نه دی".

د بلوچ ملتپاله ګوند بي اين پي مرکزي سيکريټري او د پاکستان د سېنټ غړي جهانزېب جمالديني په يو بيان کې تور پورې کړی، چې د پاکستان وفاقي حکومت پخوا هم د بلوچستان د وېشلو هڅه کړې او "اوس بيا بلوچستان پر جنوبي او شمالي برخو د وېشلو دسيسې روانې دي چې دا موږ ته منظورې نه دي".

مقصد:

د روان کال د سپټمبر پر 14مه د ګوادر پوسټ په نامه ويب ټي وي سره په مرکه کې ښاغلي اسد عمر وويل چې "د ترقياتي کارونو تر شا یې بېلابېل مقصدونه وي، زما چې لومړی مقصد دی هغه ګوادر، اواران، تربت، خضدار غرض ټول د جنوبي بلوچستان خلکو ته روزګار ورکول دي".

د پاکستان له جيو ټي وي سره په خبرو کې وفاقي وزير اسد عمر ويلي چې په مرکزي پرمختیایي کونسل کې د "جنوبي بلوچستان" د پېکیج پريکړه وشوه، په دې کې نهه وفاقي وزارتونه خپله برخه لري. اسد عمر په مرکه کې وویل:

"جنوبي بلوچستان هغه سيمه ده چې له څو لسيزو راهيسې موږ ته پکې مزاحمت [وسلوال تنظیمونه] په نظر راځي، ته ورشه وګوره هلته کوم حالات دي، د ژوند يو بنيادي ضرورت نه دی ورپوره کړل شوی، که ته د اتلسو کالو ځوان يې نو ستا به کوم اميد وي؟ نو موږ د هغه اميد د پوره کولو لپاره د جنوبي بلوچستان پېکیج ورکوو".

نظرونه:

د پاکستان د خبريالانو د مرکزي اتحاديې مشر شهزاده ذولفقار وايي "هر چاته معلومه ده چې په جنوبي بلوچستان کې څه روان دي، دلته بدامني ده، زما خيال د هغې ناامنۍ او بغاوت مخه نيول هم دي، که دا پېسې په صحيح طريقه استعمال شي دا ډېرې روپۍ دي، له دې سره به په ناامنۍ کۍ ځکه کمي راشي چې عام سړي ته به روزګار ورکړل شي او بيا به خلګ نورې لارې نه خپلوي، د وسلوالو ډلو لوري ته به نه مخه کوي".

شهزاده ذولفقار زياته کړه د "جنوبي بلوچستان" اصطلاح کارول چپ کار نه دی دا د سيمې د لوري په معنا کارول کيږي، دې ته د بلوچسستان د تقسيم پلان نه شو ويلای".

د بلوچستان وايسز ويبپاڼې چلوونکی بلوڅ خبريال عدنان عامر وايي، د "جنوبي بلوچستان" کومه سیاسي اصطلاح نه بلکې د لوري يا سيمې په معنا ده، عامر وايي د مرکزي حکومت د "جنوبي بلوچستان" ځانګړی پېکیج به ضرور د سيمې خلکو ته ګټه ورکړي خو وایي د بلوچستان ستونځې اوږدې دي او د هغو د حل لپاره سنجيده ګامونه اخيستل غواړي:

"ځينې بلوڅ سياسي ګوندونه ويره لري چې بلوچستان به تقسيم کړل شي او تربت به د جنوبي بلوچستان د سميو سر ښار وګرځول شي خو د پاکستان مرکزي حکومت د دې خبرې ترديد کوي، مرکزي حکومت وايي پسمانده سيمو ته ترقي ورکوي".

شمالي بلوچستان، اپوزيشن او پښتانه سياستوال:

د بلوچستان اوسنی حکومت "جنوبي بلوچستان" ته د عمران خان دوره او د بېلابېلو منصوبو اعلانونه ستايي او خوښۍ څرګندوي خو اپوزيشن ګوندونه اعتراض لري چې عمران خان يواځې د "جنوبي بلوچستان" د نهو ضلعو وزيراعظم نه دی بلکې د ټول ملک وزير اعظم دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر او د پاکستان د سېنټ غړی عثمان خان کاکړ وايي شمالي بلوچستان په هره معنا شاته پاته سيمه ده، چې خلک یې د ژوند له بنيادي ضرورتونو محروم دي. عثمان کاکړ وایي:

"موږ دا وايو چې د نورو سيمو په څېر دې پښتني سيمو ته هم پوره پوره پاملرنه وشي او د برابرۍ پر بنیاد دي ترقياتي کارونه پکې وشي".

د مسلم ليګ ن بلوچستان ايالتي جنرل سيکرېټري جمال شاه کاکړ وايي د شمالي بلوچستان لپاره هم بايد ترقياتي منصوبې اعلان شي، عمران خان يواځې د مخصوصه خلکو يا علاقې وزیراعظم نه بلکې د ټول ملک وزيراعظم دی.

حکومتي او پوځي غبرګون:

د بلوچستان صوبایي وزير نور محمد دومړ وایي د بلوچستان د تقسيم خبره د اپوزيشن او ځينو سياسي ګوندونو خپله رايه کېدای شي خو دا حقیقت نه لري. ښاغلي دومړ زياته کړه کله چې عمران خان د "جنوبي بلوچستان" لپاره د ځانګړو مرستو اعلان وکړ له هغه وروسته ده او نورو پښتنو وزيرانو له عمران خان او وفاقي وزير اسد عمر سره ليدلي او د شمالي بلوچستان (پښتني سيمو) لپاره يې هم د ځانګړو مرستو او پيکیج غوښتنه کړې، ښاغلي دومړ وويل:

"عمران خان او اسد عمر راسره منلې او ډېر ژر به دا پېکیج اعلان شي. د شمالي بلوچستان لپاره مو د قدرتي ګېس، بجلۍ او د اوبو د ډيمونو تر څنګ نور هم ډېر څه غوښتي دي چې وفاقي حکومت به يې د را روان کال تر بجت مخکې اعلان کړي".

ناامنه سيمه او بلوڅ وسلوال تنظیمونه:

د ايران پولې ته څېرمه کېچ، پنجګور، اواران د بلوچستان زياتې ناارامه سيمې ګڼل کيږي. د بلوچ بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيم بي ايل ايف مشر ډاکټر الله نظر بلوچ هم د "جنوبي بلوچستان" د اوران سيمې دی.

په دغو سيمو کې له تېرې يوې لسيزې ناامني ده. د پاکستان امنيتي ځواکونه هلته وخت ناوخته د وسلوالو پر ضد پوځي اپرېشنونه کړي.

بلوچ لیبرېشن فرنټ یا بي ایل ایف په مکران ډېويژن کې فعال دی، بلوچ لیبرېشن آرمي یا بي ايل اې د کوټې په شمول په ټول بلوچستان کې فعال دی، بلوچ ريپبلکن آرمي یا بي آر اې په نصير آباد، جعفر آباد، ډېره مراد او ډېره بګټي سیمو کې فعال دی او لشکرِ بلوچستان په خضدار، قلات، مستونګ او نوشکي کې فعال دی.

مشترکه وسلوال تنظيم "براس" بلوچ راجې اجويي چې بي ايل اې، بي ايل ايف، بي آر اې او يو بي اې پکې شامل دي او د "جنوبي بلوچستان" په ګوادر، کېچ، ماشکېل، مکران، دالبندين، چاغي او له ايران سره نيژدې نورو سيمو کې وخت نا وخته د وسلوالو بريدونو ذمه واري پر غاړه اخلي.

حکومتي او پوځي چارواکي وايي د وسلوالو پر ضد يې کوټلي ګامونه اخيستي او د هغو مخه يې نيولې، امنيتي چارواکي وايي يواځې څه ورانکاري پاتې دي چې وسلوالې حملې کوي. چارواکي دعوه کوي په نيژدې کلونو کې د بلوچستان امنيت ښه شوی او لا به نور هم ښه شي، د بلوچستان د خراب امينت تور تل په هندوستان پورې شوی خو هند رد کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG