د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، "په کوټه کې د مچهـ د پېښې پرضد د هزاره پرلت کوونکو ټولې غوښتنې يې منلي، اول دې مړي ښخ کړي بيا ورځم". خو پرلت کوونکي وايي "وزيراعظم اول ولې نه راځي چې وروسته راځي".
د بلوچستان صوبې د بولان په مچهـ سیمه کې د خالي/شنبې په ورځ [دوهمه جنورۍ] د نامعلومه وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.
د بلوچستان صوبې حکومتي وياند لياقت شهواني وايي په مچهـ کې لس خواريکښ وژل شوي وو.
د پېښې سمدست وروسته هزاره ګانو د کوټې په مغربي بايي پاس د جنازو سره پرلت وهلی او وايي چې څو پورې وزيراعظم عمران خان دوی له په خپله نه وی ورغلی دوی مړي نه ښخوي.
خو د پاکستان وزیراعظم نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وېنا کې وويل، د پرونه پورې د پرلت کوونکو ټولې غوښتنې منل شوي دي او دوی اوس د وزيراعظم د راتګ غوښتنه کوي چې څو پورې وزيراعظم نه وي راغلی دوی مړي نه ښخوي.
" د يو ملک وزيراعظم هم د دې لارې نه بلېک مېل [په دهړکه ورکولوغوښتنه منل] کول کيږي، ځکه چې بيا به هر څوک داسې کوي وزیراعظم به بلېک مېل کوي".
هغه وويل هغو ته يې ویلي، چې ټولې غوښتنې يې منل شوي او نن ورته بيا وايي چې مړي دې ښخ کړي هغه به هم نه ورشي.
خو "دا نه شو کولی چې دا شرط کېښودی شي چې هغه هیڅ د پوهې نه وي چې وزیراعظم راشي مړي به ښخ کړو، نن مړي ښخ کړئ زه نن درځم".
د وزيراعظم د بيان په ځواب کې د مجلس وحدت المسلمين د کوټې عمومي سېکټر ارباب لياقت وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "اول خو دا خبره باور نه لري چې دوی مړي ښخ کړي بيا به وزيراعظم راشي، هغه ترې د انا او ضد مسله جوړه کړه د خلکو غوښتنه ده چې هغه دې راشي نو چې وروسته راځي لومړی ولې نه راځي".
هغه وويل "د وزيراعظم د راتګ غوښتنه په زرګونو خلک کوي، او چې مريم نواز او بلاول راتلی شي وزيراعظم ولې نه شي راتلی".
د غوښتنو په اړه هغه وويل چې دوی د دغه پېښې سره اړونده وزيرانو او امنيتي چارواکو د لرې کولو غوښتنه کوي.
وزيراعظم عمران خان هم د هزاره ګانو د نورو غوښتنو په اړه څه ونه ويل خو ارباب لياقت له دې وړاندې وي او ای ډيوه سره په خبرو کې خپلې غوښتنې ویلې وې چې،
"په لسو غوښتنو کې یې لومړۍ غوښتنه يې د وزيراعظم عمران خان دغلته راتګ دی، دوېمه غوښتنه يې د مچهـ په پېښه کې ککړ کسان/ قاتلان دې پانسي کړی شي، په ماینونو کې کار کوونکو ته دې تحفظ يقيني کړی شي، ګډه پلټنيزه کمیټي دې جوړه شي چې په دې پېښه کې کوم چارواکي زمه واري دي هغه دې معطل کړی شي، چارواکو ته دې سزا ورکړی شي، د دوی بې درکه کسان چې د 50 پورې دي خوشي دې کړی شي، د مړو خپلوانو ته دې د يو تن په سر 50 لکه روپۍ معاوضه ورکړی شي".
د کوټې د احتجاجي پرلت په ملاتړ په کراچۍ کې هم د 20 نه په زياتو ځايونو کې احتجاجي پرلتونه روان شوي چې له امله په سړکونو د ګاډو چلند سخت اغېزمن شوی او د کراچۍ په هوايي اډه په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر تلونکي پروازونه ځينې لغوه شوي او ځينې د خپل نه وروسته شوي دي.
راپورونه وايي په لاهور او کراچۍ کې هم احتجاجي مظاهرې روانې دي.