د ټیکنالوجي د دنیا یوه لویه مېله کنزیومر الیکټرانک شو د 2021م د جنوري په 11مه شروع شوه. لکه د نورو کلونو په ډول د سږ کال مېله په لاس ویګس ښار کې نه ده بلکې د کرونا وایرس له کبله دا غونډه انلاین کیږي.
دا هم اول ځل دی چې د دې مېلې په تاریخ کې دغه پروګرام انلاین کیږي. په دې مېله کې د ټیکنالوجي کوم نوي څیزونه د خلکو دپاره راوړل شوي او په 2021م کال کې به نور څه نوي لیدل کیږي، د ثمینه احسن په دې رپورټ کې يې تفصیل وګورئ: